Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مېلر فراه کې؛ بهرني ځواکونه د سولې ټیګښت لپاره افغانستان کې دي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر، له افغان ځواکونو د نړیوالو پر ملاتړ ټینګار کوي.

جنرال مېلر د جمعې په ورځ (د لیندۍ په ۳۰ مه) فراه ولایت ته په سفر تللی او وايي چې بهرني ځواکونه په افغانستان کې د سولې، یووالي او د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره حضور لري.

په ورته وخت کې د فراه ولایت چارواکي، د فراه ښار په مرکز او شاوخوا کې د بشپړ امنیت ډاډ ورکوي.

په راتلوونکو اوونیو کې له افغانستانه د اوه زره امریکايي چارواکو د خبر له خپرېدو سره، د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان له افغان ځواکونو سره د ملاتړ پر دوام ټینګار کوي.

جنراف سکاټ مېلر فراه ولایت ته په سفر کې، د دغه ولایت امنیتي وضعیت یې وڅېړه.

هغه په دې اړه وویل:«موږ په افغانستان کې یوو ترڅو په ټول افغانستان کې سوله او یووالی ووینو او د دغه هېواد ملي ګټې خوندي کړو.»

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان د هېواد له ځواکونو د خلکو ملاتړ، په افغانستان کې د ټیکاو د ټینګښت لپاره اړتیا بولي.

جنرال سکاټ مېلر څرګنده کړه:«موږ تل د افغانستان له خلکو ملاتړ کوو؛ په یقین سره چې له خپلو امنیتي همکارانو ملاتړ کوو. لکه‎څرنګه چې په ځلونو مو ویلي، افغانان باید د خپلو امنیتي ځواکونو د قربانیو لپاره، پر هغوی وویاړي.»

په همدې حال کې د فراه ځايي چارواکي، د فراه مرکز او شاوخوا کې د امینت راتلو په اړه ډاډ ورکوي.

د فراه والي محمد شعیب ثابت ویلي:«تاسې په خپله وینئ چې وضعیت د تېر په پرتله ډېر بدلون کړی، امنیت په ښار کې ښه شوی او هغه کسان چې د افغانستان د خلکو دښمنان دي تېښته کړې ده او په سیمه کې نشته، کله چې دښمن ځان کمزوری او مقابل لوری ځواکمن ویني تېښتې ته اړ کېږي او اوس د دښمن روحیه کمزورې شوې ده.»

په فراه ولایت کې د ملي پوځ قومندان زکریا میرزا زاده په دې اړه څرګنده کړه:«زه د ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازیتوب د فراه خلکو ته ډاډ ورکوم، هغه څه چې په وس کې لرو ټول ځواکنه که هغه پولیس، اردو او یا هم بهرني ځواکونه وي موږ د خلکو د سوکالۍ لپاره به کار وکړو او انشاالله چې نور طالب نه په ځمکه او نه هم په فضا کې ځای لري او هېڅ ځای به ورته امن ځای نه وي او تعقیب به یې کړو، ترڅو د فراه خلک د دغو ترهګرو له شره خلاص شي.»

فراه ولایت د هېواد په لوېدیځ کې یو له ناامنو ولایتونو شمېرل کېږي او د دغه ولایت د ډېرو ولسوالیو سربېره د هغه مرکز هم تل د جګړو شاهد وي.

لکه‎څرنګه چې په یوه وروستي کال کې، د فراه ښار ځینې برخې، بیا ځلې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ لاس په لاس شوې دي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان فراه ولایت ته په سفر کې وايي چې په افغانستان کې د ټیکاو ټینګښت لپاره د هېواد له ځواکونو د خلکو ملاتړ ته اړتیا ده.

شریک یي کړئ