Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مېلر: ناټو افغانستان کې د سولې ځانګړې موکې په هلکه خوشبینه ده

د پرېکنده ملاتړ ماموریت ځواکونو چې د ۲۰۱۹ کال لومړنۍ ورځ کابل کې د دغو ځواکونو په قومندانۍ کې له سپورټ سره پیل کړه وايي چې افغانستان په روان زیږدیز کال کې د سولې لپاره ځانګړې موکه او فرصت لري.

جنرال سکاټ مېلر د ناټو ځواکونو قومندان په هېواد کې سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو هڅو ته هیله من دی.

سکاټ مېلر څرکنده کړه:«په څو پلازمېنو کې د سیاستونو څېړل دوام لري، درسولې خبرې روانې دي، د سیمې لوبغاړي پر سوله ټینګار لري، طالبان د سولې خبره کوي، افغان حکومت هم د سولې په هکله خبرې لري.»

په ورته وخت کې د دغه ماموریت ویاند وايي چې اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره یوه واقعي موکه رامنځته شوې ده.

د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند ډوېډ بټلر څرګنده کړه:« ۲۰۱۹ کال د افغانستان لپاره یو ځانګړی او بې ساری فرصت راوړي، فکر کوم موږ ټولو د سولې د خبرو پرمختګ لیدلی او افغانان او طالبان د سولې لپاره یو واقعي جدي فرصت په مخکې لري، دې ته په پام سره، څلویښت کلنه جګړه د پای ته رسېدو یو فرصت لري.»

افغانستان کې د امریکې یو سرتېری هم وايي:«موږ غواړو له دې ځایه هغه وخت ووځو چې پر سمه لاره د افغانستان د تلو په اړه ډاډمن شو.»

په اوسني وخت کې کابو څوارلس زره امریکا او شپږ زره د ناټو پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې ورکولو او له هغوی سره د مرستې په چوکاټ کې فعالیت لري.

په ورته وخت کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند وايي چې اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره یوه واقعي موکه رامنځته شوې ده.

شریک یي کړئ