Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مېلر ننګرهار ته سفر کې؛ د ځواکونو کمېدو حکم مې نه دی ترلاسه کړی

په افغانستان کې د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ته په سفر کې وايي چې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدو په اړه یې حکم نه دی ترلاسه کړی.

هغه همدارنګه وايي که چېرې ځواکونه کم شي، بیا هم له دغو ځواکونو سره کولای شي له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ته په سفر کې د دغه ولایت له والي او پوځي چارواکو سره لیدلي دي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې امریکايي ځواکونه به له افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

ښاغلی مېلر همدارنګه وايي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی باید پای ته ورسېږي، ځکه چې د هغه بیه د افغانستان خلک ورکوي.

هغه څرګنده کړه:«په لومړي سره کې غواړم تاسو ته ډاډ درکړم چې ما کوم حکم نه دی ترلاسه کړی؛ هېڅ هم بدل شوي نه دي. نن د پرون په څېر دی او سبا به هم همداشان وي. خو که چېرې حکم ترلاسه کړم، اړینه ده چې پوه شئ. موږ لا هم له افغان ځواکونو سره یوو. که چېرې د ځواکونو کموالي ته هم مجبور وو بیا هم سم به وي. موږ به هغه کارونه ترسره کړای شو چې تاسې یې غواړئ»

مېلر دا څرګندوې په داسې حال کې کوي چې دوه ورځې وړاندې رسنیو رپوټ ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تصمیم لري چې له افغانستانه اوه زره امریکايي سرتېري بهر کړي.

امریکا متحده ایالات دم‎ګړۍ په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري چې افغان ځواکونو ته په مشورې او روزنې بوخت دي.

د رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې چې ټرمپ ډېر ژر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د اېستو بهیر پیل کړي.

خو افغان حکومت وايي واشنګټن تراوسه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د کمولو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ويلي او که دا کمښت هم ترسره شي تر ډېره هغه ځواکونه چې مشورتي رول لري له افغانستان به ووځي نه د امریکا جنګي او هوايي ځواکونه.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي:«که فرض کړو چې امریکا خپل ځواکونه کم کړل، طبعاً د وخت له غوښتنې سره سم کله زیاتوالی او کله هم کموالی رامنځته کېږي، خو تراوسه دا ژمنه شته چې امریکا له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هم وویل:«څو کاله کېږي چې افغان ځواکونه عملیات په مخ بیايي او موږ یوازې په لوجیستکي او هوايي برخو کې د نړیوالو ځواکونو همکاري له ځان سره لرو.»

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د دغه هېواد له رسنیو سره په مرکه کې ویلي له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو بحث د طالبانو په غوښتنه رامنځته شوی او په یو ډول یې دا موضوع د افغانستان د سولې په بهیر پورې تړلې ده.

د سولې عالي شورا د ویاند مرستیال اسدالله زایري وايي:«موږ د امریکايي ځواکونو په اړه نهیلي نه وو او د امریکايي ځواکونو د ځينې برخې وتل د سولې په خیر بولو.»

جنرال سکاټ مېلر ننګرهار ته په سفر کې د دغه ولایت له والي او پوځي چارواکو سره لیدلي او ویلي یې دي چې تراوسه یې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمېدو په تړاو کوم حکم نه دی ترلاسه کړی.

شریک یي کړئ