د پرېکنده ملاتړ ماموریت، د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو په غبرګون کې وايي چې دغې ډلې د سولې پر ځای، جګړه انتخاب کړې او پرکنده ملاتړ ماموریت له دغې ډلې سره جګړې ته چمتو دی او له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي.
د پرېکنده ملاتړ ماموریت ویاند ډف بټلر، وايي چې د دغه ماموریت له ټولو مشرتابه غړو سره راغونډ شوي او له افغان امنیتي ځواکونو څخه د خپل ملاتړ دوام اعلان کړ.
بټلر وايي چې:«طالبانو نن سهار په یوه پیغام کې د سولې پر ځای، تاوتریخوالی غوره کړ. د دې سربېره چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان کې د سولې لپاره یوه ښه موکه رامنځته شوې ده. خو طالبانو تاوتریخوالی غوره کړ.»
طالب ډلې نن سهار د «الفتح»خپل پسرلني عملیات پیل کړي او په افغانستان کې د جګړې پر دوام یې ټینګار وکړ.
د پرکنده ملاتړ ماموریت ویاند زیاتوي د دې سربېره چې د افغانستان خلک سوله غواړي، خو طالبان پر جګړې ټینګار کوي.
هغه څرګنده کړه:«د دې سربېره چې افغانان سوله غواړي، طالبانو تاوتریخوالی غوره کړ. د پرېکنده ملاتړ ماموریت مشرتابه نن سهار سره راټول شول او جنرال مېلر (د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان) وویل د هغوی (طالبانو) پيغام څرګند دی؛ هغوی جګړه غوره کړه. موږ هم جګړه کوو، موږ د ناټو له ټول ځواک سره له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو. موږ د افغان امنیتي ځواکونو ترڅنګ درېږو، ځکه چې هغوی د افغانانو ساتونکي دي.»