Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان ځواکونو مالي ملاتړ غځوي

ټاکل شوې ده چې ناټو تر ۲۰۲۴ زیږدیز کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو مالي ملاتړ وغځوي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې له پای څخه وروسته، په یوې خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې په دې اړه پرېکړه به د روان زیږدیز کال په جولای میاشت کې د ناټو په سرمشریزه غونډه کې وشي.

ینس سټولټنبرګ څرګنده کړه:« د ناټو متحدینو او همکارانو په افغانستان کې له غوڅ ملاتړ ماموریت سره د مرستې او د دې ملاتړ د زیاتوالي په اړه هوکړه وکړه، زه ډاډمن یم چې موږ به تر ۲۰۲۴ کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل د غځولو په اړه په راتلونکې میاشت کې د ناټو په سرمشریزه کې هوکړې ته ورسېږو، دا د افغانستان له امنیت سره زموږ د پياوړې ژمنې نښه ده.»

هغه زیاته کړه چې ډاډمن دی د ناټو مشران به تر ۲۰۲۴ زیږدیز کال پورې د افغان امنیتي ځواکونو تمویل به د راتلونکې سرمشریزې په غونډه کې هوکړه وشي:«زموږ موخه د افغان ځواکونو پياوړتیا ده ترڅو هغوی وکړای شي د سوله‎ییزې حل لارې لپاره زمینه برابره وکړي.»

د افغان ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره د ناټو د غړو څلور کلنه ژمنه، په ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې پای ته رسېږي.

له دې ټولو سره د افغانستان دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، چې په دغې غوڼډه کې یې ګډون کړی وه، وايي چې د ناټو غړو خپل سیاسي ملاتړ له افغان حکومت څخه اعلان کړ او همدارنګه د ناټو ځينو نورو غړو هېوادونو ژمنه کړې چې افغانستان ته ډېر ځواکونه واستوي.

اخوا د ناټو شرمنشي او د امریکا دفاع وزیر، له طالبانو سره د افغان حکومت د اوربند له اعلان څخه ملاتړ وکړ او له طالبانو څخه یې وغوښتل چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د خبرو اترو مېز راشي.

ینس سټولټنبرګ په دې اړه وویل:« موږ په بشپړه توګه له طالبانو سره د ولسمشر غني د اوربند له طرحې ملاتړ کوو، طالبان باید پوه شي چې د جګړې په ډګر کې به بریالي نه‎شي، موږ له هغوی غواړو وسلې په ځمکه کېږدي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له بهیر سره یو ځای شي.»

له څو ساعته سلامشورو وروسته د ناټو عمومي منشي د افغانستان په اړه د دې سازمان پرېکړې له رسنیو سره شریکې کړې.

له بلخوا د امریکا دفاع وزیر جیمز مټيس په دغه خبري ناسته کې وايي: « د ناټو مبارزه د افغانانو خوندیتوب او په دې هېواد کې د یوې سیاسي حل لارې لټول دي، د افغانانو په مالکیت د سولې د پرمخ بیولو لپاره د ولسمشر غني د فبرورۍ میاشتې بیانیه چې د سولې لپاره یې لاره پرانیسته د طالبانو لخوا د پسرلنیو عملیاتو په پیلېدو ځواب ورکړ شو اوس اوربند اعلان شوی، تمه کوو چې څه پایله به ولري.»

د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه له دوو ورځو بحثونو وروسته د جمعې په ورځ په بروکسل کې پای ته ورسېده.

شریک یي کړئ