Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو: جدي اړتیا ده چې تاوتریخوالی کم او مذاکرات پيل شي

د ناټو سازمان په یوې اعلامیه کې چې نن (جمعه، د غوايي په ۵مه) خپره کړې یو ځل بیا په افغانستان کې د سولې پر یوې ټول اړخیزه هوکړې رامنځته کېدو ټينګار کړی دی او له ټولو ښکېلو لورو یې غوښتي دي چې په بیړه د تاوتریخوالي د کموالي لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

د ناټو په اعلامیه کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي اختلافونو په هکله هم نغوته شوې ده:«په افغانستان کې سیاستوال باید د رامنځته شوي فرصت څخه د سولې لپاره استفاده وکړي» او غاړه سره کېږي او یو ټول ګډونه حکومت رامنځته کړي.

ناټو همدارنګه په عاجله توګه له طالبانو غوښتي دي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې خبرو اترو لپاره شرایط برابر کړي.

د ناټو په اعلامیه کې راغلي دي چې طالبان باید خپلې ژمنې، دا چې ترهګر به یو ځل بیا په افغانستان کې ځای نه نیسي، عملي کړي.

د افغان حکومت له خوا د مرکچي پلاوی معرفي کېدل هم د ناټو له هرکلي سره مخ شوی دی او دغه سازمان له طالبانو هم غواړي چې له ځنډ پرته د سولې خبرې اترې پيل کړي.

ناټو له افغان حکومت او طالبانو غوښتي دي چې د بندیانو د ازادولو بهیر چټک کړي او د اوربند لپاره نړیواله بلنه ومني.

ولسمشر غني تېره ورځ له طالبانو وغوښتل چې د روژې په میاشت کې - چې نن پیل شوه - اوربند وکړي؛ خو طالبانو د نوموړي دغه غوښتنه رد کړه.

د طلوع نیوز د موندنو پر بنسټ په تېرې یوې اوونۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې څه کم ۹۸ تنه دولتي ځواکونه وژل شوي دي او کابو ۷۰ تنه نور ټپيان دي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه