Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناټو د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان تمه لري

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ په داسې حال کې چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ژر اعلان هیله څرګندوي، وايي چې دغه تړون د افغان ځواکنو د روزنې په موخه افغانستان کې فعالیت کوي، او د ټاکنو په بهیر کې به مداخله ونه کړي.

سټولټنبرګ چې د ناټو په مقر کې خبرې کولې زیاته کړه چې اوس اړتیا ده څو ټاکنیز بنسټونه په افغانستان کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر بشپړ کړي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

د ناټو عمومي منشي همداراز د طالبانو او امریکا ترمنځ د بندیانو د تبادلې په تړاو هیله څرګندوي چې د افغانستان د سولې خبرې له سره پیل شي.

هغه وویل:«ولسمشر غني له ولسمشر غني نه د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د خوشې کولو له هرکلی کوو. دا ګامونه د باور جوړول دي. دا به موږ د سولې خبرو اترو بیا پیل ته نیږدې کړي او همداراز په افغانستان کې د کړکیچ پای او یوې سیاسي حل لارې ته نېږدې کوي.»

د ناټو عمومي منشي افغانستان کې د ولسمشرۍ د یوشمېر نوماندانو نیوکو ته په ځواب کې چې وايي بهرنیان د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه کوي، وايي چې ناټو له کبله هم ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه ونه کړي.

هغه په دې اړه ویلي:«ناټو خپلو ژمنو ته ژمن پاتې کېږي. موږ په افغان ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکوو. موږ د افغانستان خلک د خپل دمکراتیک حق تمرین لپاره ې رایه یې ورکړه، ستایوو. اوس اړینه ده چې بېلابیل بنسټونه د ټاکنو د بیا شمېرنې بهیر بشپړ کړي او د ټاکنو پایلې اعلان کړي. ناټو د افغان ځواکونو روزنې لپاره ده دا چې افغان ځواکونه د ازادو او عادلانه ټاکنو امنیت تامین کړي، ناټو به کله هم د ټاکنو بهیر کې برخه وانخلي او په دغه بهیر کې به مداخله ونه کړي.»

له بلې خوا دامریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پومپیو هم افغانستان کې د دوو بهرنیو استادانو خوشې کولو ستایي.

امریکایي کیوین کینګ او استرالیایي تیموتي ویکس او لس افغان سرتېري، افغانستان کې د امریکايي پوهنتون د دوو بهرنیو استادان د حقاني ډلې د دریوو غړیو سره تبادله شول.

شریک یي کړئ