سمنګان کې د ملي امنیت پر ریاست د طالبانو برید غبرګون کې ناټو وايي افغانستان کې د دغې ډلې تاوتریخوالی د سولې بهیر ته زیان رسوي.
یاد تړون خبرپاڼه کې له طالبانو او افغان حکومت نه غوښتنه شوې چې ژر ترژره بین الافغاني خبرې پیل کړي.
خبرپاڼه زیاتوي:«د تاوتریخوالي اوسنۍ کچه ـ په ځانګړې توګه د افغان ځواکونو پر وړاندې د طالبانو بریدونه د منلو وړ زیات شوی دی چې د بې باوری او د سولې بهیر کمزورۍ لامل کیږي.»
ناټو څرګندوي چې د دغه بنسټ غړي د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ او دغه هېواد کې د شتون په تړاو سلا مشورې کوي.
دغه بنسټ د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر د تاوتریخوالیو کمښت او سیاسي هوکړې ته رسېدل چې دوامداره سولې او امنیت تامین ته لاره هواره کړي اړین بوليږ
ناټو وايي چې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې پرمخ مشروط وي.