Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سټولټنبرګ: طالبان باید سولې ته ریښتیني ژمنه ښکاره کړي

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ له طالبانو سره د سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د خبرو له بیا پیله د دې تړون ملاتړ اغلان کړ.

نوموړي چې نن(چهارشنبې د لړم په لومړۍ نېټه) بروکسل کې د ناټو تړون غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ ناستې مخکې خبرې کولې وویل چې طالبان د سولې خبرو بیا پیل لپاره باید سولې ته خپله ریښتینې اراده او ژمنه څرګنده کړي.

ټاکل شوې د ناټو دفاع وزیران د پنج شنبې په ورځ(د لړم په دوهم نېټه) د افغانستان په ګډون د نړۍ امنیتي حالت و ارزوي.

د ناټو عمومي منشي وايي چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو له استازي، زلمي خلیلزاد سره یې لیدلي او د سولې د خبرو د بیا پیل خبر ورکوي.

ینس سټولټنبرګ زیاته کړه:«خلیلزاد د ناټو له غړو سره مشوره کړې، هغه له طالبانو سره خبرې کوي، ناټو د سولې خبرو له بیا پیله ملاتړ کوي، خو دا خبرې اوس له ماتې سره مخامخ دي، او موږ د خبرو له بیا پیله ملاتړ کوو. طالبان باید ښکاره کړي چې ریښتیني سولې ته ژمن دي. افغانستان کې باید د تېرو کالو لاسته راوړنې خوندي ووسي.»

له بلي خوا د ناټو عمومي منشي د افغانستان تېرو ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو وايي د ټاکنو عادلانه پایلو ته اړتیا ده.

هغه په دې اړه زیاته کړه:« آزادو او عادلانه ټاکنو ته اړتیا لرو. زه غواړم چې له افغان ځواکونو د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د زمینې برابرولو لپاره ستاینه وکړ. فکر کوم چې زموږ مهم پیغام دا دی چې

د ټاکنو ښکېلې خواوې دې د ټاکنو  کمېسیون ته اجازه ورکړي چې دوی په خپلواکه توګه خپل کار مخې ته یوسي او د ټاکنو پایله اعلان کړي.»

د ناټو عمومي منشي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شمېر کمولو په اړه وايي چې د ځواکونو په شمېر کې هر ډول کموالی به له طالبانو سره په سولې پورې تړلی وي.

هغه ګواښ کوي تر هغې چې طالبان په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکوي، ناټو به هم افغانستان کې خپل پوځي وساتي.

همداراز په ناټو کې امریکا سفیره، کې بېلي هاچیسون وايي چې واشنګټن د مالي او پوځي برخو کې افغانستان سره مرستو ته ژمن وي. نوموړې د ټاکنو په ورځ د امنیت تامین په برخه کې د افغان ځواکونو کړنې ستايي.

هغې وړاندې وویل:«موږ په بشپړه ډول افغانستان ته ژمن یوو. موږ له مالي او ځواکونو له پلوه به د څو کالو لپاره د افغانستان سره د مرستو په برخه کې ژمن ووسو. موږ ویلی شو چې اوایوو افغانستان کې زموږ پوځيان څومره ښه عمل کوي. دا افغان ځواکونه وو چې د ټاکنو په ورځ یې د خلکو امنیت تامین کړ تر څو خلک د رایې ورکړې لپاره ولاړ شي.»

ناټو ژمنه کړې چې تر ۲۰۲۴ کاله پورې به هر کال ۲،۹ میلیونه ډالره د افغان ځواکونو د لګښت لپاره ورکوي.

شریک یي کړئ