Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ناټو کې د امریکا پخوانی سفیر: له طالبانو سره خبرې «مړې» شوې نه دي

په ناټو کې د امریکا پخوانی سفیر دوګلاس لوټ وايي چې له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې «مړې شوې»نه دي.

ښاغلي لوټ زیاته کړه چې په افغانستان کې د امریکا او متحدانو له اتلس کلنې جګړې وروسته روښانه شوه چې دا جګړه پوځي حل لار نه‎لري.

دغه متقاعد جنرال ټینګار کوي چې امریکا به بالاخره له طالبانو سره د خبرو پر مېز کېني او طالبانو به هم له افغان حکومت سره د سولې خبرې پيل کړي؛ خو دا کار به وخت ونیسي.

تېره اوونۍ، د امریکا ولسمشر دونلډ ټرمپ له هغې وروسته کله چې له طالبانو سره د سولې خبرې ودرولې، وویل چې له طالبانو سره خبرې اترې مړې شوې دي.

ټرمپ د سپټمبر ۱۱مې د اتلس کلنې کلیزې په ورځ پر طالبانو د بریدونو پر زیاتوالي ټینګار وکړ او وې ویل چې په تېرو څو ورځو کې پر دغې ډلې درانه بریدونه ترسره شوي دي.

له دې ټولو سره طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي چې دا ډله چمتو ده چې د افغانانو ترمنځ خبرې پيل کړي.

په ورته وخت کې د جمعې په ورځ(د وږي په ۲۲مه) د طالبانو یو پلاوی روسیې ته تللی، او د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته یې ویلي چې چمتو دي له امریکې سره خبرې له سره پیل کړي.

امریکا او طالبانو کابو یو کال د سولې پر خبرو اترو بوخت وو، او په نهو پړاونو کې یې سره غونډې وکړې.

د دغو خبرو په وروستۍ ناسته کې، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ چې دواړه لوري په اصولو کې سره هوکړې ته رسېدلي دي.

خو له دغو خبرو اترو سره هم‎مهاله د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالي، ټرمپ دې ته اړ کړ چې په ناڅاپي توګه په ټوېټر کې ولیکي چې له طالبانو سره د سولې خبرې اترې درولې دي او په کمپ ډېوېډ کې له ولسمشر غني او طالب مشرانو سره لیدنه هم لغوه کړې ده.

له طالبانو سره د امریکا پر خبرو اترو یوه نیوکه، په دغو خبرو کې د افغان حکومت نه شاملېدل و.
 
شریک یي کړئ