د سرپل ولایت ځايي چارواکي نن (سېشنبې د مرغومې په ۷ مه) وايي چې د یوې ۳۰ کلنې ښځې سر د دغه ولایت په لتي کلي کې پرې شوی دی.
د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني وايي چې د دغې ښځې سر له هغې وروسته د ناپېژانده کسانو له خوا پرې شو چې له شرعي محرم څخه پرته ښار ته تللې وه.
هغه زیاته کړه چې د دغې ښځې خاوند په ایران کې وه او هېڅ ماشوم یې هم نهدرلود.
د سرپل ولایت د ښځو چارو رییسه نسیمه ارزو هم د دغې پېښې پخلی کوي.
کهڅه هم د دغه ولایت سیمهييز چارواکي طالبان د دغې پېښې مسؤول بولي،خو طالبانو دغه پېښه رد کړې ده.
ویل کېږي چې په دې وروستیو میاشتو کې طالبانو په دغه کلي کې خپل فعالیتونه زیات کړي دي.