Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ناپېژانده وسله والو د کابل ښار خیرخانه کې یو کس په ډزو سره وواژه

په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په لړ کې، ناپېژانده وسله والو د کابل ښار د یولسمې حوزې په اړوند د خیرخانې په حصه اول سیمه کې، په ډزو سره یو کس وواژه.

د دغه کس خپلوان وايي چې دغه پېښه تېره ورځ جمعه (د غبرګولي په ۲۳مه)له غرمې وروسته هغه مهال رامنځته شوه چې دغه کس د لمانځه له ادا کولو وروسته د کور په لور روان و.
 
د دغه کس خپلوان او د دغې سیمې اوسېدونکي امنیتي ځواکونه د جنايي جرمونو او ناامنیو په کابو کولو کې په ناکامۍ تورن وي.
          
د وژل شوي کس زوی حمزه وايي:«زموږ د کور دروازه څو تنو وټکوله؛ کله چې ما دروازه پرانیسته ځينو کسانو زما د پلار پوښتنه وکړه. ما وویل چې پلار مې جومات ته تللی. وروسته د ډزو غږ راغی او پلار مې وواژه.»
        
د خیرخانې د لومړۍ حصې اوسېدونکی محمد رحیم هم وویل:«له دولت او حوزې څخه هیله کوم او له خلکو هیله کوم چې د دغو پېښو مخه دې ونیسي.»

د دې سیمې اوسېدونکي امنیتي ځواکونه د جنایي جرمونو په مخنیوي کې په ناغیړۍ تورنوي.
       
د وژل شوي کس خپلوان فیاض څرګنده کړه:«حکومت باید د وژنې دلیل پیدا کړي. د یولسمې حوزې مسوولان چېرې دي؟»

د کورنیو چارو وزارت د دې پېښې او په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو د زیاتوالي په تړاو څه نه وایي خو د کابل د پولیسو د یوولسمې حوزې مسوولان دا پېښه د شخصي دښمنۍ له امله ګڼي.

د کابل د پولیسو د ۱۱مې حوزې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر عبدالنجیب راغب وايي:«زموږ لومړنۍ څېړنې د دې ښودنه کوي چې ستونزه، کورنۍ ستونزه ده. او له دې مخکې دا ستونزه د کورنیو ترمنځ وه. انشاالله وژونکي پېژندل شوي او موږ هڅه کوو چې هغوی ونیسو او د قانون منګولو ته یې وسپارو.»

بل خوا په اتمه حوزه کې د یوې بلې کورنۍ غړي چې د کورنۍ د یوه غړي قاتل یې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی دی؛ وژونکي ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ مخکې د کورنیو چارو وزیر وویل چې په هېواد کې د ډېری جرمي شبکو ملاتړ د ځینو سیاستوالو او ځایي زورواکو له لوري کېږي؛ خو دا یې په ډاګه نه کړه چې دا کسان څوک دي.

شریک یي کړئ