Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ناپېژاندو کسانو هرات کې یوه کلینیک ته اور اچولی

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکي وايي چې ناپېژانده وسله‌والو د دغه ولایت په اوبه ولسوالۍ کې یوه سیمه ییز کلینیک ته اور اچولی.

د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس، عبدالحکیم تمنا نن(پنج شنبې د مرغومې ۵مه نېټه) وايي چې کلینیک ته تېره شپه اور اچول شوی او یو شمېر برخې یې سوځېدلې دي.

نوموړی وايي چې تر اوسه پورې دا نه ده څرګنده چې دا به د چا کار وي.

په همدې حال کې د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې د طالبانو د عامې روغتیا رییس، ملا محب الله په دغه ولایت کې په هوايي برید کې وژل شوی دی.

د والي ویاند، جیلاني فرهاد څرګندوی چې د طالبانو دغه مسوول له خپلو دوو ملګرو سره په ګلران ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا مسوولین وايي چې د کلینیک یو شمېر برخې سوځېدلې دي

شریک یي کړئ