Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبیل:پاکستان باید د ترهګرو د ملاتړو دولتونو په نوملړ کې راشي

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د لومړي ځل لپاره داسې سندونه خپاره کړي چې ادعات کېږي د پاکستان پوځي استخباراتو سازمان په مستقیمه او تنظیم شوې توګه له ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

ښاغلي نبیل ادعا کوي چې پاکستان له کلونو راهیسې د امریکا مرسته شوې پیسې د ترهګرو ډلو په تیره بیا د حقاني ډلې په پياوړتیا کې لګولې دي. ددغو سندونو له مخې چې ښاغلی نبیل یې وړاندې کوي.

د ۲۰۱۴ جولاي میاشت له مرکزي دفتره د پېښور سیمه‎يیز دفتر ته ډګروال فیاض رسول د پوځي استخباراتو له مرکزي دفتره:« راته وویل شول چې دا فرمان تاسو ته ورسوم چې هریو حاجی هابیل حقاني، حاجي حکیم ولسوال، قاري ظاهر شاه او مولوي محمد امین ته دوه مېلیونه او ۵۰۰ زره پاکستاني کلدارې له دې امله چې د کابل پر هوايي ډګر په برید کې یې وړتیا ښودلې ورکړل شي. اصلي کس ته چې په شهادت رسېدلی یومېلیون او ۵۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې مرسته وشي.»

د دغه لیک له صادرېدو یوه ورځ مخکې د کابل هوايي ډګر ته نږدې له یوه نیم کاره ودانۍ څخه ډله‎يیز برید وشو.

په خیبرپښتونخوا کې د آي اس اي له سیمه‎ييز دفتره د آي اس اي مرکزي دفتر څخه د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې د د ډګرمن شهاب د رپوټ په یوه برخه کې راغلي:« د ۹۴۵ ریاست مسؤولینو په هغه کتنه کې چې د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې د شبکې له مسوول توریالي او د هغه له همکارانو سره ترسره شوه دوي ته یې دنده سپارلې چې په هرات، کابل او فراه زونونو کې د افغانستان اهل تشیع مشران وتښتوي او یا یې له منځه یوسي او همداراز په دغه غونډه کې یې دوه میلیونه پاکستانۍ کلدارې ورکړې دي».

د آی اس آی سیمه‎يیز دفتر په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مرکزي دفتر ته د کوټې له استخباراتي ادارې څانګې د ډګروال SSO د رپوټ په یوه برخه کې راغلي:« د کوټې شورا له افغان دولت سره د سولې د خبرو په اړه غونډه وکړه د ورکړل شوې پالیسۍ له مخې دوي پریکړه وکړه.
مشورتي بورډ چې (۹۴۵ و CAD) ادارې پکې دي ټول هغه شرطونه چې د اسلام اباد د مرکزي دفتر لخوا له افغان دولت سره د سولې د خبرو په اړه ورته سپارل شوي و، په کوټه کې د آي اس آی دفتر ته ولیږل شي او د پروګرامونو په اړه د ګډې اجنډ د برابرولو په اړه د شورا د غړو د تصمیمونو په هکله رپوټ ورکړل شي.»

د پیښور سیمه ایز دفتر په راولپنډۍ کې مرکزي قوماندانۍ ته د ۲۰۱۵ مارچ میاشت کې انعام رباني راولپنډۍ ته رپوټ ورکړی چې:« د هاټ لاین له لارې د مرکزي دفتر د فرمان له مخې دغه دفتر خپلو اړوندو کارکونکو ته دنده سپارلې د حقاني ډلې د یوه غړي مولوي زرمحمد د ګروپ قوماندانان هر یو عطامحمد او حافظ لقمان اله د شمالي وزیرستان په دته خیلو کې پوځي کمپ ته ولېږدوي. دغه دوه قوماندانان د سرحدي پولیسو په جامو کې داردو په موټرو کې دې کمپ ته لیږدول شوي دي.»

د دغو سندونو په نورو برخو کې راغلي دي آي اس آي د ۲۰۱۵ مارچ نېټه مرکزي دفتر د نوښار سیمه‎يیز دفترته ډګروال غلام عباس لیکلي دي:« اي اس اي مرکزي دفتر ۹۴۵ او ۹۳۵ دفترونوته سپارښتنه کړې په میرانشاه، توچي او میرعلي کې د حقاني ډلې ټول کسان او جنګیالي د پوځ د سرتېرو په پوښښ کې ولېږدوي. »

پوځي استخباراتو د ۲۰۱۴ اګسټ په میاشت کې د پېښور سیمه‎يیز دفتر په راولپنډۍ کې مرکزي قوماندانۍ ډګرمن GSO-I ته لیکلي دي:« تاسو ته خبر درکوو چې د افغان طالبانو له قوماندان مولوي حمداله سره د حافظ ګل بهادر له ډلې څخه د حافظ ګل بهادري ترمنځ غونډه جوړه شوه. د دغې غونډې موخه د هغو افغان طالبانو دمشرانو لپاره د پېښور په حیات اباد او تهکال په سیمو کې د خوندي کورونو برابرول دي، همداراز د دوي د فزیکي امنیت د خوندیتوب او تګ راتګ لپاره وسله وال کسان او ځانګړي وسایط هم د دوي په واک کې ورکړل شي.»

ښاغلی نبیل وایي سندونه د دې ښودنه کوي چې پاکستان په رسمي توګه له ترهګرۍ څخه په سیمه او نړۍ کې خپلو موخو ته د رسیدو لپاره کار اخلي.

د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره دا ځای کېکاږئ:

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د لومړي ځل لپاره داسې سندونه خپاره کړي چې ادعات

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه