Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نبیل: سیمه ییز هېوادونه د سولې له بهیره اقتصادي ګټه اخلي

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل په افغانستان کې د سولې بهیر پر څرنګوالی نیوکه کوي او وايي چې له دغه بهیره ځینې کسان او سیمه ییز هېوادونه اقتصادي ګټه اخلي.

ښاغلي نبیل چې نن په کابل کې په یوې خبري غونډه وینا کوله، د هېواد وضعیت اندېښمنوونکی بولي او وایي چې اوسمهال د افغانستان د سولې لپاره پرېکړه نور هېوادونه کوي.

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي:«اوس وینم چې زموږ سوله هم نیابتي شوې. نیابتي سوله په دې معنا چې د افغانستان خلک په دغې سوله کې هېڅ ډول دخالت او ګډون نه لري.»

د حکومت دا پخوانی چارواکی وایي چې د ډېورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د تاسیساتو په جوړولو کې معامله شوې ده چې حکومت باید ځواب ورکړي.

ښاغلی نبیل وایي چې د حکومت په ادارو کې د سیمې د هېوادونو د استخباراتي ادارو په تېره بیا د پاکستان د استخباراتي ادارې کارکوونکي ګومارل کېږي او باید د نظام د دغو تخریبوونکو مخه ونیول شي.

ښاغلي بنیل زیاته کړه:«اوس پاکستان هم له حکومته امتیاز اخلي. امتیازونه یې واخیستل، تاسې پوهېږئ چې زه څه وایم! د اغزن مزي امتیاز یې واخیست، سوداګریز او اقتصادي امتیاز یې واخیست او حتا په ځينو موردونو کې د مقرریو کې هم لاس لري.»

رحمت الله نبیل حکومت په ناتوانۍ، فساد او بې عدالتۍ تورنوي:«د ملي بانک رییس شخصیت ته په درناوي سره اوس خلک همدا اندېښنه لري چې وايي دا یې د تورو پیسو د سپینولو لپاره راوستی دی.»

ښاغلی نبیل د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو پر شتوالي نیوکه کوي او له عبدالله غواړي چې د ملي شورا له ځينو غړو سره یوځای په خپلواکه توګه له طالبانو سره خبرې وکړي.

خو حکومت د ښاغلي نبیل د دغو نیوکو په تړاو څه نه وایي.

ښاغلی نبیل د اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو پر شتوالي نیوکه کوي او وآيي چې اوسنی حکومت بې وسه دی او فساد، تعصب او بې عدالي خپل وروستي حد ته رسېدلې ده.

شریک یي کړئ