Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نبیل: ملامحمد عمر له ۲۰۰۱ز کال وروسته افغانستان کې نه و

د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وايي د طالبانو پخوانی مشر ملامحمد عمر د ۲۰۱۳ز کال په اپرېل میاشت کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې په مرموز ډول وژل شوی و او د امنیت ملي ادارې دوې میاشتي وروسته د نوموړي د وژل کېدو خبر خپور کړی و . 

د ښاغلي نبېل په خبره چي د ملا منحمد عمر په اړه وروستي خپاره سوي معلومات ناسم دي.

رحمت الله نبیل په افغانستان کې د ملامحمد عمر د مړینې په اړه رپوټونه ناسم بولي او وايي په وروستیو کې د سیمې هېوادونو یو شمېر کسان هڅه کوي چې له دې لارې طالبانو ته مشروعیت او پاکستان ته برئت ور کړي.

ښاغلي نبیل څرګنده کړه:«په لومړي سر کې د هغه له مرګه یوازې د طالبانو څلور تنو مشرانو خبر درلود. د هغوی یو تن اختر منصور و او هغه نه غوښتل چې دا خبر د طالبانو په منځ کې خپور شي او غوښتل یې خپل ځواک حفظ کړي.» 

د ملي امنیت پخوانی رییس وايي، ملامحمدعمر په ۲۰۰۱ کال کې لږ د لنډې مودې لپاره د کندهار په شاه ولي کوټ کې و، خو له هغې وروسته لومړی د پاکستان کوټې ته ولاړ او په ۲۰۱۱ز کال کې چې د بډوډو او شکر له ناروغۍ کړېده، د پاکستان کراچۍ ته ولېږدول شو.

د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل څرګنده کړه:«په ۲۰۱۱ کې ملاعمر د بدوډو او شکر ناروغۍ له امله کړېده له کوټې څخه کراچۍ ته د هغه لېږد نور لاملونه هم لرل، کراچۍ کې یوازینۍ کس چې کولای شوی هغه وویني دویمه مېرمن یې وه... هغه د پاکستاني پوځيانو تر څار لاندې وه. مېرمن یې هغه کله ناکله لیده له کوټې یې لیدو ته راتله. ځينې غږیز او تصویري پيغامونه به یې لېږدول.»

له دې مخکې یوې هالنډۍ خبریالې ادعا کړې چې ملامحمد عمر له افغانستانه نه و وتلی او د ژوند تر پایه په زابل کې د امریکایانو یوې اډې ته نږدې اوسېده.

خو دغه هالنډۍ خبریاله د خپلو مالوماتو پر کره والي ټینګار کوي او وايي، په دې اړه یې له څو سرچینو سره خبرې کړې دي.

هالنډۍ خبریاله بټي ډم وايي:«ما هڅه وکړه له هر چا سره چې شونې وه خبرې مې وکړم په ټولیزه توګه ما له ۱۵۰ تنو سره خبرې وکړې او د هغوی له ځينو سره مې څو ځله خبرې وکړې. او له هغوی سره په ځلونو په اړیکه کې شوم څو د ملاعمر د موضوع په اړه ډېرې خبرې وکړم.

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د طالبانو د مشر ملامحمد عمر د شته‌والي په هکله دا ډول ادعا مطرح کېږي، طالبانو هم دا مالومات تایید کړي او څو تصویرونه یې خپاره کړي او ویلي یې دي چې ملامحمدعمر په همدې کور کې ژوند کاوه.

رحمت الله نبیل افغانستان کې د ملامحمد عمر د مړینې په اړه رپوټونه ناسم بولي او وايي په دې وروستیو کې د سیمې هېوادونو یو شمېر کسان هڅه کوي چې له دې لارې طالبانو ته مشروعیت او پاکستان ته برئت ور کړي.

شریک یي کړئ