د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وایي چې په اصولو کې د بندیانو په ځانګړې توګه «د افغانستان - امریکايي » پوهنتون له دوه استادانو سره د انس حقاني له ادلون بدلون سره مخالف دی.
انس حقاني او درې نور طالب قوماندانان چې د اتیا نورو طالب بندیانو په ګډون یې د دغې ډلې لخوا د کابل د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو په بدل کې د خوشي کولو غوښتنه شوې، په ملي امنیت کې د رحمت الله نبیل د ریاست پرمهال نیول شوي وو.
ښاغلی نبیل د دغو کسانو خوشي کول د هېواد د امنیت لپاره خطرناک ګڼي، خو په دې باور دی که دا کار د سولې خبرو د پيېیدو لامل شي دا ډول قرباني دې ورکړل شي.
د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل وویل:«زه په اصل کې له دغې تبادلې سره مخالف یم؛ ځکه چې دا د برمته نیولو د هڅونې لامل کېږي، خو که چېرې دغه تبادله د سولې لپاره یو ګام وي - که څه هم په اصل کې له دغه کار سره مخالف یم- خو د سولې لپاره کېږي، و دې شي.»
ښاغلی نبیل د طالبانو له اتیا کسیز نوملړه چې طالبانو یې د ازادېدو غوښتونکي دي، د هغوی درې تنه د دې ډلې مهم غړي بولي.
ښاغلي نبیل زیاته کړه:«ما چې اورېدلي په دغه نوملړ کې مهم کسان، انس حقاني، د ملا عمري ورور، خافظ رشید او مالي خان د سراجالدین حقاني یو له مهمو کسانو څخه دی.»
له دې ټول سره طالبانو ته نږدې سرچینې وایي تراوسه امریکا او طالبان د طالبانو د هغه نوملړ په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي چې ټاکل شوې د دوو امریکايي استادانو په بدل کې خوشي شي.
پخوانی طالب قوماندان سید اکبر آغا په دې اړه څرګندوي:«د دې تبادلې په اړه د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه نه ده شوې، خو د دغو کسانو د کره شمېر په اړه تراوسه هوکړه وروستۍ شوې نه ده.»
له دې سره هممهاله د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي هم وايي چې افغان حکومت د دغو بندیانو د تبادلې په اړه د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ به اقدام وکړي:«افغان حکومت د بندیانو د ازادولو په برخه کې خپل سیاست لري، کله چې اړتیا وي د هېواد د ګټو د خوندیتوب پر بنسټ، هغه وروستي اقدامات دي چې حکومت څه ډول چلند کوي.»
له دې مخکې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي د کابل د امریکايي پوهنتون له دوو استادانو سره د طالب بندیانو تبادله به له امریکا سره د دغې ډلې د خبرو د بیا پيلېدو او همداراز د افغانانو ترمنځ د خبرو پيلامه شي.