Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نجیب الله محددي: د تېر په پرتله د طالبانو لیدلوري بدلون کړی

د مسکو غونډې د ګډون کوونکي پلاوي یو تن غړی نجیب الله مجددي وايي چې د تېر په پرتله د طالبانو په لید لوري کې ډېر بدلون راغلی او هغوی د افغانستان د وضعیت په اړه متفاوت فکر کوي.

د مسکو غونډه د دوه ورځو لپاره (د سلواغې په ۱۷ او ۱۸ مه) جوړه شوه او په هغه کې کابو اویا تنو سیاستوالو، او په لسګونه تنه طالب استازو ګډون کړی وو. د دغې غونډې ګډون کوونکو د دغې غونډې په پای کې یو نهه ماده‎ییز پرېکړه‎لیک صادر کړ چې په هغه کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د خبرو اترو دوام او د یوه مرکزي قوي حکومت په اړه سره هوکړه وکړه.

د دغې غونډې په لومړۍ ورځ، د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي وویل چې هغوی د افغانستان اساسي قانون نه مني. 

خو اوس نجیب الله محددي وايي چې طالبان د اساسي قانون د لغوې غوښتونکي نه دي بلکې غواړي چې په دغه قانون کې تعدیلات رامنځته شي.

ښاغلی مجددي د افغانستان د ژغورنې د ملي جبهې له ادرسه ګډون کړی و. هغه وايي:«طالبانو کومه ځانګړې ملاحظه نه لرله؛ یعنې داسې یو جدي دریځ یې نه درلود چې نه موږ هېڅکله له حکومت سره خبرې نه کوو. بلکې هغوی یو داسې وخت غواړي چې ډاډه شي بهرني ځواکونه له افغانستانه وځي. هغوی وویل هغوی وویل د هغه حکومت په بڼه چې په راتلوونکې کې جوړېږي باید په ګډه پرې بحث وشي.»

مجددي وايي، له طالبانو سره د دوه ورځنیو خبرو اترو کې چې حضور درلود، وايي چې د مسکو غونډې ګډون کوونکي په ډېریو مسایلو کې له طالبانو سره نږدې لیدلوری درلود:«کله چې پر مذاکره مو پیل وکړ، موږ ولیدل چې پر ډېریو مواردو سره متفق یوو. د بېلګې په توګه د ښځو د حقونو په برخه کې؛ چې په افغانستان کې د زموږ د خویندو د اندېنښې وړ مورد و، او دا چې طالبان به څه ډول دریځ غوره کړي - هغوی (طالبانو) په دې اړه ښه توضیحات لرل.» 

که څه هم یو شمېر شنوونکي د مسکو غونډه د سولې په برخه کې یو مثبت ګام ګڼي، خو حکومت یې په مخالفت وايي، دا ډول غونډې د هېواد د ملي ګټو پر ضد دي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند امید میثم څرګندوي:«هر افغان وګړی مسوولیت لري چې تر خپل وس پورې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي. ځينې مهمې سیاسي څېرې مسکو ته تللې وې او هیله لرو چې د خبرو اترو له اړخه یو ښه ګام پورته شوی وي.»

بل پلو د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان دایمي استازي نظیف الله سالارزي د دې پخلی کړی چې افغان حکومت مسکو ته د طالب پلاوي د سفر په اړه سازمان ته شکایت کړی دی.

د افغان حکومت د شکایت لامل دا دی چې روسیې، مسکو ته د طالبانو د مرکچي پلاوي هغو غړو ته د سفر اجازه ورکړې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په تور نوملړ کې شامل دي.

له دې ټولو سره یو شمېر سرچینې وايي، تمه ده تر راتلوونکې یوې میاشتې د سیاستوالو او طالبانو ترمنځ په یوه عربي هېواد کې بله ناسته هم وشي.

د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري وویل:«په راتلوونکي له شک پرته، ځينې غونډې جوړېږي - هغه غونډې چې په اړه یې ژمنې شوي، د طالبانو او امریکا او د ځينو نورو ډلو ترمنځ هم؛ خو غیر رسمي غونډې به وي.»

بل لورته یو شمېر سرچینې وايي، تمه ده چې تر راتلوونکو شپږ اوونیو په دوحه کې د افغان حکومت، طالبانو او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ غونډه وشي، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

نجیب الله محددي وايي چې طالبان د اساسي قانون د لغوې غوښتونکي نه دي بلکې غواړي چې په دغه قانون کې تعدیلات رامنځته شي

شریک یي کړئ