تهران کې د افغانستان سفارت وايي چې په نسکورې شوې الوتکه کې د وژل شویو افغانانو مړي د تهران په عدلي طب کې دي.
د دغه سفارت په وینا، د دغه قربانیانو د پېژندلو لپاره دغه سفارت ته تراوسه یوازې نهو کورنیو مراجعه کړې ده.
۷۳۷ ډوله بوینګ اوکراینۍ الوتکه د تېرې اوونۍ چهارشنبې پر سهار د ایران امنیتي ځواکونو له خوا په توغندي په نښه او نسکوره شوه. په دغې پېښه د ۱۳ افغان وګړو په ګډون ۱۷۶ تنه سپرلۍ وژل شوې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغو ۱۳ افغانانو له ډلې د هغوی شپږو د افغانستان او سویډون دوګونی وګړیتوب درلود، د هغوی درې تنو د افغانستان او المان دوګونی تابعیت درلود او څلور تنه نور یې یوازې د افغانستان وګړیتوب درلود.
ځينې دغه هېوادوال د خپلو کورنیو د لیدو لپاره ایران ته تللي وو.