Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نظرپوښتنه؛ کابو نیمايي افغان مېرمنې د هېواد پرېښودل غواړي

د ګالوپ بنسټ تازه نظر پوښتنه چې افغانستان کې د ښځو د ژوند څرنګوالي په تړاو شې، ښیې چې ۴۷ سلنه افغان مېرمنې غواړي چې هېواد پرېږدي.

یاد بنسټ په خپله څېړنه کې موندلي چې د انتخاب له اړخه افغان مېرمنې د نړۍ ترټولو ناخوښه مېرمنې دي.

ګالوي موندلي چې ۳۳ سلنه مېرمنې پر دې خوښې دي چې په خپل ژوندانه کې څه وکړي، داسې حال کې چې ګڼې نورې په ژوند کې راضي نه دی.

د ګالوپ نظرپوښتنه کې دا هم موندل شوې چې افغانستان کې ۸۰ سلنه مېرمنې کار نه لري او ۹۱ سلنه یې لومړنۍ زدکړې یا تر دې هم ټیټې زدکړې لري.

د ګالوپ د موندنو له مخې ۴۱ سلنه افغان مېرمنې غواړي چې هېواد یې پرېږدي، داسې حال کې چې دا شمېر ۲۰۱۶ کال کې تر دې درې برابر ټیټ وو.

یاد بنسټ ویلي چې د افغانستان په ټولو سیمو کې مېرمنې د خپل هېواد پرېښودو ته لېوالتیا لري، خو په ځانګړې توګه دا لېوالتیا د هېواد په سویل لویدیځو سیمو کې ډېره ده. د یادو سیمو خلک د طالبانو شتون، وچکالي د خوراکي توکو کمښت ستونزې بللې دي.

د ګالوپ نظرپوښتنه کې راغلي دي چې له هېواده بهر ته تلو لپاره د مېرمنو لیوالتیا زیاتوالی ښایې راتلونکي حکومت ته ښه خبر نه وي. سروې زیاتوي چې افغان راتلونکی حکومت باید د مېرمنو د ژوند ښه کولو لپاره کار وکړي.

 په همدې حال کې د ګالوپ څیړنیز بنسټ مخکنۍ سروې کې چې د افغانانو د ناهېلۍ په تړا چې شنبې د (وږي ۲۵مه) خپره شوې وه، په کې راغلي وو چې ۸۵ سلنه افغانان له خپله ژونده راضي نه دي او له خپل ژونده ناهیلي دي.

یاده څېړنه د تېر ۲۰۱۸ کال په کې ترسره شوې وه.

دې سروې وښوده چې په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال په پرتله د افغانانو د خوشحالۍ کچه ۲۵ سلنه راټیټه شوې ده.

د ګالوپ د موندنو له مخې ۴۱ سلنه افغان مېرمنې غواړي چې هېواد یې پرېږدي، داسې حال کې چې دا شمېر ۲۰۱۶ کال کې تر دې درې برابر ټیټ وو

شریک یي کړئ