Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نظرپوښتنه: د راتلونکي په اړه د خلکو د خوشبینۍ کچه لوړه شوې

«اسیا بنسټ» د خپلۍ کلنۍ نظرپوښتنې له خپرولو سره وايي چې د راتلونکي په اړه د افغانستان د خلکو د خوشبینۍ او هیلو کچه د تېرو اوو کلونو په پرتله لوړې کچې ته رسېدلې ده.

د دغې نظرپوښتنې موندنې ښيي د هغو کسانو په شمېر کې چې باور لري افغانستان په سم لوري روان دی، د تېر کال په پرتله دوه سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په دغې نظرپوښتنه کې همدارنګه راغلي چې په ۲۰۱۹ز کال کې ۳۶،۱ سلنه افغانان په دې باور دي چې افغانستان په سم لور روان دی؛ په داسې حال کې چې دغه شمېر په تېر کال کې ۳۲،۸ سلنه وو.

په دغې نظرپوښتنې ۵۵،۷ سلنه ځواب ورکوونکو، د راتلونکي په اړه د خپلې خوشبینۍ لامل د امنیت ښه والی په ګوته کړی، په داسې حال کې چې په تېر کال کې ۵۱،۸ سلنه پوښتل شویو د امنیت ښه والي په اړه هیله څرګنده کړې وه.

همدارنګه ۴۸،۶ سلنه ځواب ورکوونکو د خپلې خوشبینۍ لامل بیارغونه ښودلې ده - دغه شمېر بیا د تېر کال له هغه سره توپیر نه دی کړی.

د هغو کسانو شمېر ۲۶،۳ سلنې ته رسېدی چې وايي سوله به په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي ـ دغه شمېر بیا په ۲۰۱۸ز کال کې ۱۶،۴ سلنه وو.

په دغې نظرپوښتنه کې همدارنګه ۶۴ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې له طالبانو سره سوله شونې ده؛ او په دې برخه کې هم د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هغو کسانو په شمېر کې چې وايي له طالبانو سره د زړه خواله نه لري له درې سلنې زیاتوالي سره له ۸۲،۴ سلنې څخه ۸۵،۱ سلنې ته زیات شوی دی.

د اسیا بنسټ په نوې نظرپوښتنې کې، چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې له ۱۷ زره او ۸۱۲ تنو سره په مستقیمه توګه خبرې شوې دي. دغه نظرپوښتنه کابو د یوې میاشتې په لړ کې - د جولای له ۱۱ د اګښت تر ۷مه - دقیقاً په هغه وخت کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هڅې روانې وې شوې ده.

د راتلوونکو په اړه د خوشبینۍ د زیاتوالي سربېره، تراوسه هم ۵۸،۲ سلنه افغان وګړي وايي چې هېواد په ناسم لوري روان دی. دغه شمېر په ۲۰۱۸ز کال کې ۶۱،۳ سلنه و.

د خلکو د بدبینۍ علتونه کابو ورته دي؛ ۷۴،۷ سلنه خلک، ناامنۍ او جرمونه د خپلو بدبینیو لامل ګڼي او ۴۱،۵ سلنه ځواب ورکوونکي اقتصادي ګډوډي او ۳۱،۱ هېوادوال هم کمزورې حکومتوالۍ د راتلوونکي په اړه د خپلو بدبینیو لاملونه په ګوته کوي.

په دغې نظرپوښتنه کې د خلکو د ستونزو په اړه هم پوښتل شوي؛ ۳۹،۶ سلنه ځواب ورکوونکو، د عامه خدمتونو نشتون په ملي کچه تر ټولو ستره ستونزه ښودلې ده او نورو پوښتل شویو، د حکومتوالۍ نشتون، جرمونه او ناامني خپلې ستونزې یادې کړې دي.

په دغې نظرپوښتنه کې د ښځو لپاره تر ټولو سترې ستونزې، د روزنیزو فرصتونو او حقونو نشتون، بې کاري او تاوتریخوالی ښودل شوی دی.

په ۲۰۱۹ز کال کې د شخصي امنیت په اړه وېره درې سلنه زیاتوالی موندلی؛ په دغې نظرپوښتنه کې، ۷۴،۵ پوښتل شویو ویلي چې د خپل ځان د امنیت په اړه اندېښمن دي.

په همدې ترتیب، ۹۳،۱ سلنه مرکه شویو کسانو هم ویلي چې له طالبانو وېره لري؛ دغه شمېر په تېر کال (۲۰۱۸) کې ۹۳،۶ سلنه و.

د دغې نظرپوښتنې پر بنسټ، له داعش ډلې په اړه وېره هم د خلکو په منځ کې زیاته شوې. ۹۵ سلنه پوښتل شویو ویلي چې له داعش ډلې وېره لري، په داسې حال کې چې دغه شمېر تېر کال ۹۴،۹ سلنه و.

د دغې نظرپوښتنې په بله برخه کې د امنیتي ځواکونو د کړنو په ځانګړې توګه د پولیسو په اړه هم له خلکو پوښتل شوي دي.

۵۸،۴ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې د پولیسو له کړنې رضایت لري چې د ۱۱ سلنې کموالي څرګندوي کوي. په ۲۰۱۸ز کال کې ۶۸،۹ پوښتل شویو ویلي وو چې له پولیسو راضي دي.

خو په افغانستان کې د ملي پوځ د کړنو په اړه رضایت تر یوې کچې زیات شوی. په دغې نظرپوښتنه کې راغلي چې ۵۷،۵ سلنه ځواب ورکوونکو ویلي چې د ملي پوځ له ونډې خوښ دي په داسې حال کې چې دغه شمېر تېر کال ۵۶،۹ سلنه وو.

د هغو کسانو په شمېر کې هم زیاتوالی راغلی چې ویلي یې دي ملي پوځ له ولسي وګړو ساتنه کوي؛ په دې برخه کې د ۵۳ سلنې خلکو ځواب مثبت دی، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۸ کال کې ۵۱،۸ سلنه پوښتل شویو په دې اړه مثبت ځواب ورکړی وو.

د اسیا بنسټ په سږنۍ نظرپوښتنه کې، همدارنګه له خلکو پوښتل شوي چې کومې ډلې امنیتي ګواښونه رامنځته کوي؟

د دغې پوښتنې په ځواب کې ۶۸،۹ سلنه خلکو طالبان لومړني ګواښونکي بللي. له دې ډلې ۷۵،۹ سلنه خلکو په کلیو او ۳۷،۲ سلنه خلکو په ښارونو کې ځواب ورکړی دی.

په همدې ترتیب، ۳۷،۶ سلنه پوښتل شویو، هغه ډلې چې په جرمونو او غلاو لاس پورې کوي، ګواښونکي بللي دي. دغه شمېر په تېر کال کې ۲۴،۹ سلنه و.

په درېیم ګام کې ځواب ورکوونکو، داعش ډله امنیتي ګواښ بللی؛ ۱۲،۴ سلنه خلکو ویلي چې داعش امنیتي ګواښ رامنځته کوي چې د تېر کال په پرتله د څلور سلنې کموالي ښودنه کوي.

د اسیا بنسټ په سږنۍ نظرپوښتنه کې ۱۸ سلنه ښاري کورنیو او ۸۲ سلنه کلیوالو کورنیو ونډه اخیستې چې ۵۱ سلنه یې نرینه او ۴۹ سلنه نور یې ښځې دي.

شریک یي کړئ