Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نظرپوښتنه: کابو ۶۰ سلنه خلک د هېواد راتلوونکي په اړه نهیلې دي

د اسیابنسټ د کلنۍ نظرپوښتنې پر بنسټ چې د سې‎شنبې په ورځ (د لیندۍ په ۱۳مه) خپره شوې څرګندوي چې سږکال د هېواد راتلوونکي ته یوازې ۳۳ سلنه هیله‎من دي او ۶۱ سلنه نور یې وايي چې هېواد په ناسم لور روان دی.

په دغې نظرپوښتنه ۱۵ زره پوښتل شوي کسان، ناامني، اقتصادي ستونزې، بېکاري او فساد د هېواد د راتلوونکي په اړه د خلکو د نارضایتي او نهیلي اصلي لاملونه بولي.

د دغې نظرپوښتنې په بله برخه کې، په ټول کې د تېر کال په پرتله د سولې په اړه د خوشبینۍ کچه زیاته شوې خو د ښځو په منځ کې بیا دا کچه کمه شوې ده.
په دغې نظر پوښتنه کې ۵۱.۸ سلنه ځواب ورکوونکو د امنیت ښه‎والی، ۴۷.۹ سلنه بیارغونه او کابو ۲۸.۸ سلنه د حکومتوالۍ ښه‎والی یې د هېواد د راتلوونکي د خوشبینۍ په اړه خپل مهم دلایل بیان کړي دي.

د تېر کال په څېر، امنیتي ستونزې د هېواد راتلوونکي په اړه د بدبینۍ ستر دلیل په څېر یاد شوی دی.

د دې سربېره، ۳۷.۶ سلنه بیا اقتصادي ستونزې او اندېښنې د هېواد د راتلوونکي په اړه بدبینه کړي دي. ۳۳ سلنه له حکومتوالۍ سره ستونزو، ۹.۱ سلنه زیربناوو نشتون، څه باندې ۶.۴ د بهرنیو لاسوهنې، ۴.۲ سلنه بې عدالتۍ او ۲.۶ سلنه هم د بهرنیو د مرستو بندېدو د هېواد د راتلوونکي په اړه بدبینه کړي دي.

په دغه رپوټ کې د ښځو په وړاندې سترو ستونزو ته هم اشاره شوې.

د تېرو کلونو په څېر، ډېری خلک په دې باور دي د تحصیلي فرصتونو نشتون او بې سودادي د ښځو په وړاندې لا هم سترې ستونزې یادېږي. له دې وروسته عدالت ته نه لاسرسۍ او بېکاري هغه نورې ننګونې دي چې ښځې ورسره لاس او ګرېوان دي.

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په اړه اندېښنه:

 د سږکال نظرپوښتنې ډېریو پوښتل شویو کسانو، په خپلو سیمو کې د امنیت لومړني تینګوونکي د افغانستان ملي پولیس او ملي پوځ بللي. ډېر کمو پوښتل شویو کسانو د خپلو سیمو د امنیت تامینونکي طالبان یاد کړي دي.

۶۸.۹ سلنه ځواب ورکوونکو پولیس یې د خپل امنیت لومړني ټینګوونکي بللي او ۴۵.۷ سلنه بیا ملي پوځ یاد کړی او ۲ سلنه یې هم طالبان یاد کړي دي.

سوله او پخلاینه:

هغه افغانان چې له طالبانو سره د سولې هوکړې رسېدو ته خوشبینه دي د تېر کال په پرتله سږکال یې په شمېر کې زیاتوالی راغلی.

خو د جنسیتي پلوه د سړیو په منځ کې دغه خوشبینې زیاته شوې، خو بیا د ښځو په منځ کې کمه شوې ده.

په نظرپوښتنه کې راغلي ۴۶.۵ سلنه مېرمنې باور لري چې سوله له طابانو سره شونې ده، په داسې حال کې چې ۶۰.۵ سلنه نرینه له طالبانو سره د سولې امکان ته هیله‎من دي، شونې ده چې له طالبانو سره د سولې په اړه د خوشبینۍ او هیلې زیاتوالي اصلي لامل د کوچني اختر په شپو او ورځو کې د لومړني اوربند لامل وي چې له دغې سروې مخکې شوی و.

شریک یي کړئ