Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهاریان د منظور پښتون خوشې کول غواړي

ننګرهاریانو، په پاکستان کې د پولیسو لخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین نیول غندي او د لاریون په ترڅ کې یې د خوشې کولو غوښتنه کوي.

پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر تېره ورځ (دوشنبې د سلواغې په ۷مه نېټه) پيښور کې  د پولیسو لخوا ونیول شو.

د ننګرهار اوسېدونکی، اسدالله چې په لاریون کې یې ګډون کړی وايي:«‎دا د تاصف ځای دی چې پاکستان په یوه ویشتمه پیړی کې د هغه چا د مبارزې مخه نیسي چې هغه یوازې د انسانیت لپاره هلې ځلې کوي او پښتون د ډبر لپاره ژوند غواړي او د وژلو پوښتنه یې کوي او غواړی د پښتون اصلي څیره خلکو ته ښکار کړي.»

ننګرهار اوسیدوونکی، عبدالرحمان معاون زیاتوي:«‎له ټولو بشري سازمانونو غوښتنه کوو ژر تر ژره دې لاس په کار شي چې منظور پښتین له زندان څخه خوشي کړي.»

لاریونوال وايي منظور پښتین د خپل قوم پر وړاندې د پاکستان حکومت ظلمونه ښکاره کړي، خو پاکستان په دغه هیواد کې د پښتنو حقوق تر پښو لاندې کړي دي خو د منظور پښتین نیول د انساني حقوقو خلاف کار دی.

لاریونوال، نو اغا ځواک څرګندوي:«‎پاکستان حکومت له دوي څخه ویره درلوده چې پښتانه سره په اتفاق شي نو دوي خپلې موخو ته نشي رسیدلی.»

بل لاریونوال،  شریف الله ناصري زیاتوي:«‎د پاکستان ریاست تر شاه ناست دي او پالیسي جوړوي د دوي غوښتنه دا ده چې په دغه هیواد کې اقلیتونو د حق غوښتولو مخه ونیسي.»

پښتون ژرغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د نیولو په غبرګون کې دغه غورځنګ اعلان وکړ چې د پاکستان په ګډون به په یو شمېر بهرنیو هېوادونو کې لاریونونه ترسره کړي. 

د یادونې وړ ده د افغانستان ولسمشر غني او پخواني ولسمشر کرزي هم د منظور پښتین د نیولو په تړاو غبرګونونه وښود چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا کار د دغه هېواد په داخلي چارو کې لاسوهنه وبلله.

ننګرهاریان د منظور پښتون خوشې کول غواړي

لاریونوال وايي منظور پښتین د خپل قوم پر وړاندې د پاکستان حکومت ظلمونه ښکاره کړي

شریک یي کړئ