د ننګرهار ولایت کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ کې د سیمه ییز پولیسو پر قومندان، میرزمان برید شوی چې پایله کې یې نوموړي له خپلو دوو ساتونکو سره ژوند له لاسه ورکړی دی.
عطاالله خوګیانی نن(سې شنبې د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) وايي برید سهار کابو لس بجې شوی چې پایله کې یې ۱۰ تنه نور ټپیان دي.
په ټپیانو کې دوه تنه پولیس او ۸ ملکي کسان شامل دي.
خوګیانی زیاتوي چې برید موټربم په مرسته د کوز کونړ مرکزي چوک کې ترسره شوی دی.
تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
