د ننګرهار جلال اباد ښار درییمې حوزې سیمه کې د برېښنايي پېژندپاڼې پر مرکز ځانمرګی برید شوی چي په پایله کې یې ۱۰ تنه ټپیان دي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي برید نن(چهارشنبې د وږي په۲۷مه نېټه) له غرمې وروسته کابو یوه نیمه بجه شوی.
ښاغلی خوګیانی زیاتوي چې درې بریدګر د بېژندپاڼو مرکز ته د ننه شوي، یو یې د افغان ځواکونو لخوا وژل شوی او له دوو نورو سره نښته روانه ده.
روغتیايي چارواکي وايي چې کابو لس تنه ټپیان روغتون ته لیږدول شوي دي.