Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د یوې کورنۍ د ۶ غړو وژونکی نیول شوی

د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن(چهارشنبې د وري۲۲مه) وايي چې یوه سړي د خپل تره کورنۍ شپږغړي وژلي وه، نیول شوی دی.

دا چارواکي وايي چې قربانیان له ۲۰ تر ۳۵ کلونو عمرونه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د همدې اوونۍ پر دوشنبې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وویل چې د نورمحمد په نامه یوه کس د کورنیو تاوتریخوالیو له کبله خپله مېرمن، مور او پلار وژلي دي.

د ننګرهار رسنیو دفتر خبرپاڼه کې راغلي وه چې دې سړي تېره شپه(د وري۱۹مه) د جلال آباد ښار پنځمې ناحیې په عبدالحق سیمه کې د خپلې کورنۍ پر دې درېیو غړو ډزې کړې دي.

تورن د پولیسو لخوا نیول شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او زیاته کړې یې ده چې د خپلې کورنۍ غړي یې پر تومانچه وژلي دي.

د ننګرهار ولایت پولیس وايي چې نیول شوي کس په خپلو لومړنیو څېړنو کې ویلي دي چې دا کار یې د شخصي دښمنیو له کبله کړی دی

شریک یي کړئ