د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چې د یاد ولایت په ښېوې ولسوالۍ کې د پولیسو یوه سیمه ییز قومندان، شیخ اکرم د جنازې په مراسمو کې چاوده شوې او په پایله کې یې ۲۴ تنه وژل شوي دي.
نوموړی وايي پېښه نن( سې شنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) له غرمې مخکې ۱۱ بجې شوې او په کې ۵۵ تنه ټپیان شوي دي.
ښاغلی خوګیانی زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د ننګرهار د ولایتي شورا غړی، عبدالله ملکزی هم شامل دی.
دی وړاندې وايي چې دغه چاودنه کې د ولسي جرګې غړی، ملک قیس نو اغا ملکزی هم ټپي شوی دی.
د والي ویاند وايي چې چاودنه د ځانمرګي په وسیله ترسره شوي. هغه د یو شمېر ټپیان حالت نازک بولي.
د ښاغلي خوګیاني په خبره چې شیخ اکرم تېره شپه د زړه حملې له کبله مړ شوی وو.
د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی او طالبان هم په کې لاس لرل رد کړي دي.