Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د داعش ډلې په لیکو کې د ایراني او پاکستاني وکړو حضور

د ننګرهار امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي ادعا لري په دغه ولایت کې د داعش په لیکو کې پاکستاني او ایراني وګړي د دولتي ځواکونو په وړاندې جنګېږي.

ښاغلي رحیمي د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۸ مه) له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل چې دولتي ځواکونو په خپلو وروستیو عملیاتو کې، یو شمېر پاکستاني او ایراني وګړي چې د داعش په لیکو کې د دولتي ځواکونو په وړاندې جنګېدل نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې دغو پاکستاني او ایراني وګړو په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې ډېری داعشیان د دغو دوو هېوادونو له خوا تمویلېږي.

د ننګرهار امنیه قومندان عبدالرحمان رحیمي په دې اړه په ډاګه کړه:«ډېرې څېړنې به وروسته په ډاګه کړي؛ خو دغه کسان هغه څوک دي چې عملاً نیول شوي دي او ستاسو د کمرو په وړاندې دي، بیا وروسته بیا خلک او ملت کولای شي خپل برداشت ولري.»

په همدې حال کې ۲۰ کلن کمال چې سوني مذهبه او د ایران هېواد د اذربایجان پورې د یوې تړلې سیمې اوسېدونکی دی.وایي، د نیمروز له لارې افغانستان ته راننوت او د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې له داعش سره تر یو ځای کېدو وروسته یې هسکې مېنې ولسوالۍ کې هم دوه اوونۍ د داعش جنګیالی وه.

کمال د داعش په لیکو کې د یو شمېر ایراني جنګیالیو د شتون یادونه هم کوي.

هغه وویل:« زه د ټلېفون له لارې داعش سره یو ځای شوم، لومړی نیمروز او بیا کابل ته راغلم، له هغې ځایه ننګرهار ته راغلم. چپرهار ولسوالۍ کې داعش سره یو ځای شوم او بیا هسکې مېنې ولسوالۍ ته لاړم چې هلته مې هم درې ورځې تېرې کړې دي.

د امنیتي ځواکونو له خوا د داعش په نویو نیول شویو جنګیالیو کې ډېری برخه پاکستانیان دي چې په بېلابېلو ولسوالیو کې یې فعالیتونه کوه.

 د داعش یو له نیول شویو جنګیالیو څخه فخر الدین چې د پاکستان د چارسدې اوسېدونکی دی په دې اړه وايي:«د عبدالرحمن په نوم یو ظالم وه، هغې دې کار ته وهڅولم او په دې کار اوس پښېمانه یم. دلته چې ما ملي اردو ولیده مونږ سره یې ډېر ښه سلوک وکړو او مونږ سره ظلم شوی دی.»

په همدې حال کې، په کابل کې د ایران سفارت وايي چې د ایران د دغو وګړو د نیول کېدو په اړه له رسنیو څخه خبر شوی او په تمه دي ترڅو په دې اړه  د افغانستان د بنسټونو څېړنې پای ته ورسېږي او له هغې وروسته به په دې اړه خپل لید لوری اعلان کړي.

په کابل کې د ایران سفارت د رسنیو مسؤول د دې پخلی وکړ چې ایران له توند لارۍ او ترهګرۍ سره چې په هره جامه کې چې وي مخالف دي.

د ننګرهار امنیه قومندان وايي چې امنیتي ځواکونو، یو شمېر ایراني او پاکستاني وګړي چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې په لیکو کې د دولتي ځواکونو په وړاندې جنګېدل، نیول شوي دي.

شریک یي کړئ