په ننګرهار کې چارواکي وايي چې د ننګرهار په کوزکونړ ولسوالۍ کې د سېلابونو له راتلو سره، ۱۶ تنه چې د هغوی ۱۵ تنه ماشومان وو، وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی وايي چې دغه پېښه تېره شپه د کوز کونړ ولسوالۍ په قلعه تک سیمه کې د شدیدو بارانونو له اورښت وروسته رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، د اړوندو ادارو ډلې زیانمنو ته د مرستې په پار سیمې ته رسېدلي دي.
هغه همدارنګه وویل چې په لسکونه کورونه د سېلابونو په پایله کې زیان لیدلی دی.