Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون ۳۱ طالب وسله‎وال وژل شوي

د ننګرهار ولایت سیمه ییز مسوولین له افغان ځواکونو سره د نښتې پرمهال د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون د ۳۱ طالب وسله والو له وژل کېدو خبر ورکوي.

د ننګرهار والي ویاند، عطاالله خوږیاڼی وايي، تېره ورځ له ماسپښینه وروسته(چهارشنبې د زمري په لومړۍ نېټه) د خوږیانو ولسوالۍ په قلیغو سیمه کې طالبانو د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او  ځوابي برید کې ورته مرګ ژوبله واوښته.

خوږیانۍ زیاتوي چې د دې بريدونو په پايله کې چې د مخالفينو له لورې په پوستو د بريدونو پلان شنډ شوی او د افغان ځواکونو لاسته وسلې هم ورغلي دي.

د هغه په خبره چې نښته کې افغان ځواکونو او ملکي کسانو ته زیان نه دی اوښتی.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د طلوع نیوز د ارزونې له مخې، تېرو څلورو اوونیو کې د هېواد ۱۱ ولایتونو کې د ناامنۍ شاوخوا ۲۲۰ پېښې شوي.

په همدغو څلورو اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې نږدې ۲۵۰ دولتي سرتېري وژل شوي او له ۳۰۰ زیات ټپیان دي.

د افغان ځواکونو ډېره مرګ ژوبله په شمال ختیځ او سویلي ولایتونو کې وه.

د افغانستان حکومت د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې رسمي شمېرې نه وایي خو وایي د طالبانو مرګ ژوبله د افغان ځواکونو دوه برابره ده.

شمېرې ښیې چې د تاوتریخوالي له اوونۍ او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک وروسته افغانستان کې په منځني توګه د ورځې ۵۰ د امنیت ضد پېښې شوې دي.

 افغان حکومت څرګندوي، د پېښو له ډلې څلویښت یې د طالبانو لخوا او لس یې د افغان ځواکونو لخوا شوې دي.

د والي ویاند وايي چې نښته کې ۱۵ طالب وسله وال ټپیان شوي او یو یې نیول شو دی

شریک یي کړئ