Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې سیکان له حکومته د سر د امنیت تامین غواړي

افغان هندوان او سکان د جلال اباد ښار امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وايي که امنیت یې خوندي نشي نو د نورو سکانو او هندوانو په څېر به د دغه ښار پرېښودو اړ شي.

په ننګرهار کې اهلې هنود حکومت ته خبردارۍ ورکوي که چیرې یې سرونه خوندي نشي او امنیت یې تامین نشي، نو له دغه ولایت څخه به کډه وکړي‎.

 په جلال اباد ښار کې مېشت افغان سیکان او هندوان وايي په وروستیو کې ورته نامعلومو کسانو ګواښونهکړي. دوی له امنیتي ادارو غواړي چې په ننګرهار کې دې د دوی سر او مال د خوندیتوب لپاره لاس په کار شي، خو د ننګرهارد  والي ویاند وايي یو شمېر هغه کسان نیول شوي دي چې سیکانو او هندوانو ته یې د مرګ ګواښونه کول .

جلال اباد اوسیدوونکی، ارجیت سنګ وايي:«مشکلات زیات دي، امنیت نشته، خلک بازار کې نشي ګرځېدی، یوازې سکان نه بلکې نور وروڼه هم له بد امنیتۍ نه په تنګ دي، مخکې مو تر ۱۰ بجو دوکانداري کوله اوس اووه بجې خلک کورته ځي.»

د جلال اباد بل اوسېدونکی، تجمل سنګ زیاتوي:«دلته واړه ماشومان دي، ښوونځیو او چېرته چکر ته نشي تلی، موږ لیري نشو تلی، زموږ خلک کم پاتي دي، لیري ځایونو ته هم نشي تلی.»

په ورته مهال د نورو ولایتونو په شان په ننګرهار کې مېشته سکان او هندوان نیوکه کوي چې جایدادونه یې د خلکو لخوا په زوره غصب شوي دي او د پخوا په پرتله یې مذهبي ناستې د امنیتي ګواښونو سره مخ شوي دي او اوس له داسې ناستو ترسره کولیدو څخه مخ اړوي

جلال باد اوسیدوونکی، منور سنګ څرګندوي:«زموږ ځمکې او دوکانونه غضب شول، ډېر لاړل هند او نورو ښارونه، اوس خلک کم پاتي دي، که دا هم تنګ شي نو دا هم ځي او نه پاتي کېږي.»

همداراز  چاوپال سنګ وايي:«زموږ اختر حمل کې کېده، له بهر نه کابو درې زره کورنۍ راتلې سرخ رود ته او موږ ۱۴ ورځې اختر لمانځه،  بیا مو اختر ۷ ورځې کړ اوس مو یوه ورځ کړ.»

د ننګرهار امنیه قومندانۍ مسوولین په دې تړاو خبرو ته حاضر نشووه  خو د ننګرهار د والي ویاند د سکانو او هندوانو امنیت ساتل د نورو ښاریانو په شان د امنیتي ځواکونو مسوولیت بولي خو دوي زیاتوي امنیتي ځواکونو یې په ځانګړو ورځو کې  د سکانو او هندوانو امنیت ساتل دی.

د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیاڼی په دې اړه وايي:«ګواښونه چې شوي دي، دوی( سیکانو) همکاري کړې ده او مالومات یې شریک کړي دي، کسان نیول شوي دي، او موږ بیا هم غواړو چې همکاري وکړي، تر څو هغه کسان چې ګواښونه کوي، ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

په ننګرهار کې مېشت افغان سکان او هندوان وايي د کالونو مخکې د دوي لس زره پورې کورنیو ژوند کولو چې اوس مهال یوازې تر پنځوس کورنۍ پورې پاتې دي.
 
جلال باد اوسیدوونکی، منور سنګ څرګندوي:«زموږ ځمکې او دوکانونه غضب شول، ډېر لاړل هند او نورو هېوادونو ته، اوس خلک کم پاتي دي، که دا هم تنګ شي نو دا هم ځي او نه پاتي کېږي.»

شریک یي کړئ