د ننګرهار ولایت سیمه ییز چارواکي د طالبانو برید پایله کې د شپږو افغان سرتېرو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د یاد ولایت مقام خبرپاڼه کې نن(چهارشنبه د زمري په ۲۲مه نېټه) راغلي دي چې نښته تېره ورځ د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې هغه مهال شوې ده چې طالبانو پر افغان ځواکونو برید وکړ.
د خبرپاڼې په حواله نښته کې ۵ سرتېري ټپیان شوي هم دي.
خبرپاڼه همداراز کاږي چې د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۳ تنه طالب وسله وال وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.