Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې هوايي برید اته تنه ولسي وګړي وژلي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی د دې پخلی کوي چې د دغه ولایت په سرخ رود ولسوالۍ کې هوايي برید اته تنه وژلي دي.

د هغه په وینا، دغه پېښه د جمعې پر ماښام د سرخ رود ولسوالۍ په ککړګ سیمه کې شوې ده.

ښاغلی خوګیاڼی همدارنګه زیاتوي چې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

د سیمې خلک وايي وژل شوي مُلکیان هغه کسان وو چې د توکو له پېر وروسته د کور په لور روان وو.

ملي دفاع وزارت د دغه هوايي برید په اړه څه نه وايي. خو د دغه وزارت په یوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو څخه پنځه هوايي عملیات ترسره شوي دي چې یو یې د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې و، او په هغه کې «شپږ ترهګر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.»

د ننګرهار د والي ویاند د دغې پېښې پخلی کوي او همدارنګه زیاتوي چې په وژل شویو کې یو ماشوم هم شامل دی.

شریک یي کړئ