د ننګرهار ولایت سیمهيیز چارواکي وايي چې په جلال آباد ښار کې د درېیو پرله پسې چاودنو کې( تېره شپه د غويي۲۸مه) اتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیاني په دې اړه طلوع نیوز ته وویل چې دا چاودنې جمعه د شپې کابو ۱۲ بجې هغه مهال شوي دي چې یو شمېر کسان د کرکټ لوبې لیدو په موخه سره راټول شوي وو.
دی وايي چې په دې چاودنو کې ۴۳ کسان ټپیان دي.
ښاغلي خوګیانی وايي چې په وژل شویو کې د لوبو په لاره اچوونکی، هدایتالله زهیر او د لغمان د ښاروالۍ مرستیال، ډاکټر نیکمل هم شامل دي.
دی وايي چې دا د کرکټ لوبې د روژې میاشتې د هرکلي په موخه د لوبغاړو لخوا په لاره اچول شوي دي.
طالبانو په دې پېښه کې لاس درلودل رد کړي دي.