Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننګرهار کې پر رغنیز شرکت برید ۱۶تنو ژوند له لاسه ورکړ

ننګرهار ولایت کې هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه رغنیز شرکت د وسله‎والو برید کې د دې شرکت ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي یو شمېر بریدګرو نن سهار(چهارشنبې د کب ۱۵مه نېټه) یو شمېر بریدګرو په جلال آباد ښار کې هوايي ډګر ته څېرمه پر یوه رغنیز شرکت برید وکړ.

دی وايي دوو ځانمرګو بریدګرو ورسره چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوه نور د افغان ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

برید اوس مهال پای ته رسېدلی دی، سیمه ییز چارواکي وايي چې پنځه برید کوونکي وژل شوي دي.

د برید مسوولیت په چا څه نه دي ویلي.

د ننګرهار ولایت سیمه‎ییز چارواکي وايي پر رغنیز شرکت برید کې ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور تپیان دي

شریک یي کړئ