په ننګرهار ولایت کې تېره ورځ(یکشنبې د غبرګولي۱۳مه) د سرک غاړې ماین چاودنې د درېیو ماشومانو ژوند واخیست.
د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پېښه د داعش له خوا واټ ته څېرمه د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
د ماین د ننګرهار ولایت په ده بالا ولسوالۍ په اړوند یوې سیمه کې ځای پر ځای شوی وه.
د خبرپاڼې پربنسټ، د وژل شویو ماشومانو عمرونه له دولسو تر دیارلسو کلونو دي.