د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې د پرله پسې چاودنو له کبله څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپيان دي.
د یاد ولایت د والي ویاند، عطاالله خوګیانی وايي چاودنې(یک شنبې د غويي په ۲۳مه نېټه) د جلال اباد شار د تلاشي څلورلار کې شوې دي.
د ښاغلي خوګیاني په وینا لومړۍ چاودنه په سیمه کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له کبله رامنځته شوې او کله چې پولیس سیمې ته رسېدلي، بله چاودنه هم شوې ده.
د برید مسوولیت په اړه چا څه نه دي ویلي.