ننګرهار او بلخ ولایتونو کې په دوو بېلابېلو پېښو کې اووه د داعش وسلهوال او دوه طالبان وژل شوي دي.
ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو هوایي برید کې د داعش ډلې ۷ وسله وال وژل شوي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د بهرنیو ځواکونو چورلکو نن (یکشنبې د لړم په ۱۳مه نېټه) ګهیځ شاوخوا ۳ نیمې بجې، نازیانو ولسوالۍ کې د داعش یو پتڼځای په نښه کړی چې په پايله کې یې د دې ډلې ۷ تنه وسله وال وژل شوي دي.
همداراز بلخ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې هم ۲ طالب وسلهوال وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، دا نښته پرون د چمتال ولسوالۍ ګورتپه کلي کې شوې ده.
د شاهین قول اردو چارواکي وایي، د همدې نښتې په پایله کې د طالب وسله والو یوه اندازه وسله هم، د افغان ځواکونو لاس ته ورغلې ده.