Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نن د کابل په ښارکې د یوې چاودنې په ترڅ کې دوه ملکي وکړي وژل شول

ځایې چارواکو د سې شنبې په ورځ ویلي دي چې نن د کابل په ښار د کوتې سنګي په سیمه کې د یوې چاودنې په ترڅ کې دوه تنه مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو چارواکو ویلي دي چې د کابل پنڅمې حوزې کوتې سنګي په سیمه کې د یوه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د واټ ته څېرمه ځای پر ځای شوی ماین وچاودېد .

پولیسو په دغه تړاو خپلې څېړنې پیل کړې دي، د پېښې شاهدان وايي چې د چاودنې غږ ډېر په زوږ او جګه وه.

د پېښې یوتن شاهد قیس په دې اړه وویل: چې د چاودنې غږ ډېر په زوږ وه ، د چاودنې سره سم ټول خلکو ځانونه په ځمکه واچول.

د ښاروالۍ درې تنه هم په دغې پېښه کې ټپیان شوي دي، د کابل ښاروالۍ یوشمېر کارکوونکو د پېښې په ځای کې شتون درلود له دولت څخه غواړی چې ددغو بریدونو مخنیوی وکړي او مخالفینو ته په خطاب کې وايي چې هغوي باید بې ګناه کسان ونه وژني.

د کابل د ښاروالۍ یو تن کارکوونکي محمد په دې اړه وویل: " خلک بې وزله دي ، هغوي پنځه افغانۍ نه لري چې د سهار چای وخورې په همدې حال کې په دې ځای کې وژل کېږي. "

د نوي حکومت له پیل څخه تر اوسمهاله په کابل کې دوه ځانمرګي بریدونه او دوه چاودنې د مغناطیسي ماینونو او د ځای پرځای شویو چاودېدونوکو توکو له امله او یو ډله اېز برید د بلخ ولایت پر قومندانې شوي دي.

د دغو بریدونو دوام دا ښیې چې طالبان د جنګې فصل پای ته نېږدې شوي دي او کوښښ کوي چې خپل ډله ایز بریدونو، چاودنې او ځانمرګې بریدنه د دښارونو په دننه کې ترسره کړي.

تراوسه د طالبانو په ګډون دغې چاودنې پړه هېڅ ډلې په غاړه نه ده اخیستي.

دا په داسې حال کې دی چې د دوشنبې په روځ د کابل په ښار کې د نهمې حوزې په سیمه کې د ناتو د استوکنې اډې"گرین ویلج" مخې ته د یوه ځانمرګي برید په ترڅ کې یو ملکي وګړی مړ او درې تنه نور د دوو بهرنیو په شمول ټپیان شوي دي .

امنیتي ځواکونو ویلي دي چې دغه پېښه قابل بای په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې ځانمرګي په کریولا ډوله موټر کې سپور او د له ځانه سره شته چادېدونکې توکې یې د دوو موټرو په وړاندې چې له ګرین ویلج څخه راوتل و چادول.

بلواګرو په وروستیو میاشتو کې د کابل ښار په بیلابیلو برخو کې ترهګریز بریدونه زیات کړي دي.

ځایې چارواکو د سې شنبې په ورځ ویلي دي چې نن د کابل په ښار د کوتې سنګي په سیمه کې د یوې چاودنې په ت

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه