Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نورستان د هېواد د درېیم ملي پارک په توګه اعلان شو

نورستان د هېواد درېیم ملي پارک اعلان شو چې له دې وروسته به دغه ولایت ته د سیلانیانو مخه نوره هم ورماته شي.

ځايي چارواکو پر هېوادوالو غږ کړی چې د نورستان د ګرځندوی صنعت د ودې لپاره دې دغه ولایت ته خامخا سفر وکړي.

بلخوا د نورستان خلک هم وايي، چې د درېیم ملي پارک د لقب ترلاسه کولو سره به یې د ولایت د ځنګلونو، تاریخي اثارو او وحشي ژویو خوندیتوب ته هم ایله د حکومت پام ور واوړي. 

د نورستان د چاپېریال ساتنې ادارې رییس عبدالخالق خالقیار وايي:«د نورستان د چاپېریال ساتنې اداره یو پروګرام تر لاس لاندې لري چې چې په ۱۴۰۰ هجري لمریز کال کې لومړنۍ پروژه به یې د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت عملي شي.»

د نورستان ولایت د اقتصاد رییس بخت الله صاپي هم وویل:«دلته د ځنګلونو، د وحشي ژویو ساتنې، او خلکو ته د کارموندنې او د ګرځندویۍ لپاره ډېرې زمینې موجودې دي او ښه پرمختګ کولای شي.»

له دې سره سم، نورستانیان د درېیم ملي پارک په توګه د دغه ولایت نومونه د ځنګلونو، تاریخي اثارو او وحشي ژویو لپاره اغېزمن بولي.

دوی له حکومته غواړي؛ چې دغه ولایت ته د سیلانیانو د سفر موکه هم برابره کړي.

د نورنستان د ښځو چارو رییسه ریتا علي څرګندوي:«ځينې ګرانبیه درمل وو چې موږ راغونډ کړل په لابراتوارونو کې یې لرو او تر ټولو ښه څيزونه چې دلته دي، شاد، کبان او جلغوزې دي.»

د نورستان اوسېدونکی عنایت الله رحماني وویل:«ځنګلونه پرې کېږي د دې کار مخه باید ونیول شي.»

نورستان کې د مدني ټولنې فعال بشیر احمد جلالي هم په دې اړه زیاتوي:«ګرځندویان راشي او د هغوی د راتګ لپاره زمینه برابره شي.»

په ورته وخت کې، د نورستان سیمه ییز مسوولین له هېوادوالو غواړي چې د ګرځندویۍ صنعت د ودې لپاره دغه ولایت ته سفر وکړي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ هیله دا ده چې دلته سوله ټینګه شي او زموږ خلک په امنه فضا کې ولایتونو ته سفر وکړي.»

د هېواد د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال ساتنې له نړیوالې ورځې سره جوخت، د هېواد په ختیځ کې د نورستان ولایت ځنګلونه، په سوېل کې د غزني د ناور ولسوالۍ ولاړې اوبه، د تخار ولایت د درقد ولسوالۍ جزیره او د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ د خوندي شویو سیمو په توګه اعلان کړي دي. 

نورستان! هغه ولایت چې طبیعي ښکلاوې یې هغه پر ملي پارک بدل کړ. له دغه ولایته د وحشي ژویو د ساتنې په توګه هم یادونه شوې ده.

شریک یي کړئ