Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نور:عبدالله په خپله وینا کې زما پوښتنو ته ځواب نه درلود

ښاغلی نور وايي چې عبدالله په خپلې وروستۍ وینا کې د هغه پوښتونو ته ځواب نه‎درلود. هغه په کنایې سره وايي چې د غاښ ویستل د متخصص ډاکټر کار دی، خو د زورویلو پر سر د سوک، وهل د اتلانو کار دی.

د جمعیت اسلامي د اجرايي رییس عطا محمد نور او حکومت د مشرانو تر منځ شخړې هغه مهال زیاتې شوې چې کابو دوه اوونۍ وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ د مهندس داوود په نامه یو بل کس د بلخ والي او د ښاغلي نور ځای‎ناستی معرفي کړ.

د دوشنبې په ورځ ښاغلي نور د هغو څرګندونو په اړه چې د ښاغلي نور له خوا د شنبې په ورځ شوې وې، غبرګون وښود او وویل له دې ۱۵ ورځې وړاندې چې ولسمشر د نور وړاندې کړل شوې استعفاپاڼه لاسلیک کړي له جمعیت سره یې هوکړه کړې وه.

ښاغلي عبدالله چې د وزیرانو شورا په غونډه کې وینا کوله، څرګنده کړه چې لومړی د ښاغلي نور له لیرې کولو سره مخالف وه؛ خو د هغه په وینا، وضعیت دې ځای ته ورسېد چې له دې پرېکړې ته هو وکړم.

د اجرايي رییس په وینا، چې د جمعیت اسلامي مشرتابه هم له دغه کار سره هوکړه کړې ده.

هغه وايي چې له ولسمشر سره په خبرو اترو کې نور کومه ونډه نه‎لرله او د دغو خبرو اترو پایله په دې دوی پورې اړونده ده.

هغه همدارنګه د ښاغلي نور ادعاګانې چې ګواکې چې د ملي یووالي حکومت د کابینې په تشکیل کې رول درلودل ردوي او وايي چې په دې اړه یوازې دی په خپله د ښاغلي غني له ډلې سره خبرې ترې کړې دي.

دا حرګندونې په تاسې حال کې کېږي چې ښاغلي نور دوه ورځې وړاندې عبدالله ته د لسټوني مار بللی او وې ویل چې اجراییه رییس د هغه د ګوښه کولو لپاره له ۷۰ تر ۸۰ سنلې هڅّ کړې ده.

 عطا محمد نور په دې اړه وویل:«که‎چېرې د ګوښه کېدو ۲۰ یا ۳۰ سلنه لامل مې ولسمشر وي، ۷۰ تر ۸۰ سلنه عبدالله دی. هغه خپل غاښونه ما پسې تېرې کړي دي. خو، د خدای په مرسته د هغه غاښونه پرې ماتوم.»

هغه وايي چې نه ولسمشر او نه هم اجرايي رییس د دې واک لري چې هغه د بلخ د ولایت له مقام څخه لیرې کړي؛ ځکه د هغه په اند، ولسمشر (د ملي یووالي حکومت د رامنځته کېدو) د معاملې طرف دی او عبدالله د جمعیت اسلامي ګوند نوماند.

عطا محمد نور، له بلخ ولایت څخه د ځان د ګوښه کولو بل دلیل په شمالي ولایتونو کې له ناامنۍ سره هم تړلی بولي.هغه وايي چې له دغه ولایت څخه د هغه د لیرې کېدو لپاره ځينې هڅه لري چې د طالبانو او اعش پروژې په دغو ولایتونو کې عملي کړي.

غه له خپلو هغو پلویانو څخه چې په امنیتي بنسټونو کې دي وغوښتل چې د دغو ډلو په وړاندې له خپل ټول ځواک سره مبارزه وکړي.

ښاغلي که‎څه هم وویل چې د جګړې پلوی نه دی، خو ګواښ یې وکړ که‎چېرې حکومت له قهریه ځواک څخه د جمعیت په وړاندې کار واخلي، هغوی به له ځانه دفاع وکړي.  

د ولسمشر غني له خوا ګوښه کړل شوی والي عطامحمد نور ګواښ کوي چې د حکومت اجراييه رییس عبدالله عبدالله ته به زور ور وښيي.

شریک یي کړئ