Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نور: رباني او احمدضیاء مسعود د جمعیت مشري انحصار کړې

د جمعیت اسلامي ګوند د ځینو مشرانو ترمنځ د اختلافونو په لړ کې، عطا محمد نور، صلاح الدین رباني او احمد ضیاء مسعود د اوږدې مودې لپاره د دغه ګوند د مشرۍ پر انحصار کېدو تورن وي.

ښاغلي نور له طلوع نیوز سره په مرکه کې ادعا کوي چې د صلاح الدین رباني او د اسلامي جمعیت د ځینو مشرانو تر منځ اوږدمهالي اختلافونه شته:«وې ویل چې په هغې جلسه کې چې قانوني صاحب وي زه نه ځم. په هغې جلسه کې چې ډاکټر صاحب عبدالله وي زه نه ځم. په هغه جلسه کې چې فلانی وي، زه نه ځم. په هغه جلسه کې چې واقف حکیمي  -  له اصیلو جمعیتیانو، د جمعیت ویاند - وي زه نه ځم. نو کمې جلسې ته ځئ؟ هغه جلسه چې په خپله یې خپل غړي رابللي وي او نه پوهېږم څوک دي هغوی او څوک باید وي!»

نوموړی د اسلامي جمعیت د مشرتابه پر څوکۍ د صلاح الدین رباني نهه کاله پاتې کېدل ددغه ګوند د نورو غړو له لوري د هغه زغمل یادوي او احمد ضیا مسعود په جمعیت کې پر انحصارپالنې تورنوي.

هغه په دې اړه زیاتوي:«ولیدل شول چې رباني صاحب نه غواړي کنګره جوړه شي او غواړي چې دا ریاست په خپل واک کې ولري، په هر ډول چې وي. تاسې یې ووینئ، دا خبره ساده نه ده! دوه میاشتې سرپرست او نهه کاله ریاست!!»

نور، د اسلامي جمعیت اوسنی وضعیت ډېر نامنطم او ناپلان شوی بولي او د صلاح الدین رباني د لرې کولو په تړاو د جمعیت د ځينو نورو مشرانو لرې کېدل د همدغه وضعیت له امله بولي.
 
ښاغلی نور زیاتوي:«که چېرې جمعیت په همدې لوبه کې (د هېواد په تحولاتو) کې شریک نه وي، څرګنده ده چې جمعیت د انزوا په لور ځي، چې موږ به خدای مه کړه د جمعیت د بد وضعیت لیدونکي وو. چې موږ دا نه غواړو.»

له دې ټولو سره سره احمد ضیا مسعود د ځان او صلاح الدین رباني له آدرسه د عطامحمد نور دغو څرګندونو ته بل ځواب لري:«د ټولو بې کفایتویو او کم کاریو لامل په خپله استاد عطامحمد نور و د جمعیت د اجرايي رییس په توګه او د جعیت له نامه یې ډېره ناوړه استفاده هم وکړه او څو ځلې یې له ښاغلي اشرف غني سره د جمعیت په نامه سیاسي تعامل وکړ، چې اصلاً د جمعیت مشرتابه شورا په جریان کې نه وه. د کنګرې د جوړېدو په برخه کې، په لومړي پړاو کې، کنګره په بشپړه توګه چمتو وه چې مثلاً جوړه شي، په خپله همدغه استاد عطامحمد نور وویل چې د امنیتي دلایلو له امله موږ نه شو کولای کنګره جوړه کړو.»

د شنبې پر ورځ په بدخشان کې د اسلامي جمعیت ځينو غړو د صلاح الدین رباني په ملاتړ غونډه وکړه.

په اسلامي جمعیت کې اختلافونه وروسته تر هغه دباندې راووتل چې تېره اوونۍ د عطامحمد نور په مشرۍ د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا ځينو غړو وویل چې عنایت الله شاداب یې په لنډمهالي توګه د صلاح الدین رباني پر ځای د دې شورا د مشر په توګه ټاکلی دی. د دې پرېکړې په غبرګون کې صلاح الدین رباني په خپلې بیانیې کې چې پر فېسبوک یې خپره شوه، د اسلامي جمعیت د مشرتابه شورا دا غړی یې د دغه ګوند له نوم او نښانه په ناوړه ګټه اخیستنې تورن کړل او ویې ویل چې په اسلامي جمعیت کې یې د عطا محمد نور په ګډون د څو تنو غړیتوب ځنډولی دی.

احمد ضیاء مسعود په خپله عطا محمد نور په جمعیت اسلامي کې عامل ګڼي او هغه په ناوړه استفادې او له حکومت سره د جمعیت اسلامي په نوم په معامله ګرۍ تورن وي.

شریک یي کړئ