Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړیواله محکمه کې د بشري حقونو د سرغړونې په اړه یو مېلیون ادعاګانې

له هغې وروسته کله چې جنايي نړیوالۍ محکمې درې میاشتې مخکې په افغانستان کې د احتمالي جنګي جرمونو په اړه د ادعاګانو لړۍ پیل شوې، اوس د افغانانو له خوا دغه بنسټ ته یو مېلیون لیکونه رارسېدلي دي چې ادعا کوي چې په هېواد کې د جنګي جنایتونو قرباني شوي دي.

دغه ادعاګانې نه یوازې د طالبانو او داعشیانو له خوا د ترسره شویو جنګي جرمونو له امله دي بلکې د افغان ځواکونو او په حکومت پورې د تړلو زورواکو، بهرنیو ځواکونو له خوا هم د بشري حقونو د پښو لاندې کولو مسله هم په ځان کې رانغاړي.

دغه ادعاګانې د ۲۰۱۷ کال له نومبر څخه پیل او د روان زیږدیز کال تر جنورنۍ پورې په افغانستان او اروپا کې د بشري حقونو د دفاع کوونکو سازمانونو له خوا راغونډ او په هالنډ کې د نړیوالۍ جنايي محکمې ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان په کلني رپوټ کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شه راغلي دي چې په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې، څه باندې ۱۰ زره ولسي وګړي په افغانستان کې مړه او ټپيان شوي دي.

۲۰۱۷ کال بیا هم د ملکيانو لپاره له تلفاتو او تاوتریخوالي ډک وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدمیچي یاماماتو په دې اړه څرګنده کړه:« د دې رپوټ له مخې په ۲۰۱۷ کال کې په افغانستان کې څه باندې لس زره ملکي کسان مړه او ټپيان شوي او عاملین یې نه یوازې طالبان بلکې داعشیان هم وو، په دې کال کې ډېری ملکي مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو، ایښودل شویو ماینونو او هوایي بریدونو له امله وو.»

په دغه رپوټ کې راغلي دي:« دا څلورم کال دی چې په افغانستان کې د مړو او ټپیانو شمېر له لسو زرو لوړ شوی، که څه هم په ۲۰۱۷ کال کې او له هغې د مخکیني کال په پرتله دا کچه نهه سلنه کمه ده، خو د ځانمرګو بریدونو او چاودېدونکو توکو په پایله کې مرګ ژوبله ۱۷ سلنه زیاته شوې ده. د دې رپوټ له مخې په دې کال کې ۱۰ زره او ۴۵۳ تنه مړه او ټپيان شوي دي چې له هغې ډلې ۳ زره او ۴۳۸ وژل شوي او ۷ زره ۱۵ تنه نور ټپيان دي.»

په کابل، فراه، هلمند او ارزګان ولایتونو کې تر ډېره ملکي خلکو ته تلفات رسېدلي دي.

که څه هم د ماشومانو د مرګ ژوبلې په شمېر کې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه کمښت راغلی، خو په دې کال کې د مېرمنو مرګ ژوبله دوه برابره شوې ده.

د دغه رپوټ پر بنسټ په هوايي بریدونو کې هم د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر زښته ډېر زیات شوی دی. د دغه رپوټ له مخې په دغه کال کې ۲۹۷ تنه ملکيان وژل شوي او ۳۳۶ تنه ملکیان ټپيان دي

د یونما د بشري حقونو د څانګې مسوول ډانیل بل څرګندوي:«هوایي بریدونه د ۶۳۱ ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل شوي چې د تېر کال په پرتله د ۷ سلنې زیاتوالي ښودنه کوي او دا تر ټولو لوړه کچه ده چې ملګروملتو سازمان تراوسه ثبت کړې ده.»

طالبان د ۴۲ سلنه، داعشیان د ۱۰ سلنه دولتي ځواکونه د ۱۶ سلنه او بهرني ځواکونه د ۲ سلنه ملکي مرګ ژوبلې مسوول دي.

د ملګروملتو سازمان وایي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د زغم وړ نه ده.

شریک یي کړئ