نړیوال بانک د سېشنبې په ورځ د سالنګ لویې لارې د رغولو لپاره چې د کابل-مزار لویې لارې په اوږدو کې شتون لري ۲۵۰ مېلیونه ډالره، ځانګړې کړي دي ترڅو له افغان حکومت سره د هغې په رغولو او د هر موسم لپاره د هغې د چمتو کولو همکاري وکړي.
نړیوال بانک په یوې خبرپاڼه کې وویل چې دغه پروژه به په هر موسم کې د سالنګ له لویې لارې څخه تګ راتګ آسانه کړي.
دمګړۍ د هندوکش له غرونو څخه د تېرېدو لپاره یوازې دوه لارې شتون لري چې یو یې د سالنګ لویه لاره او بله یې د بغلان او بامیانو ترمنځ ده.
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک رئیس باب سام په دې اړه څرګنده کړه: "د دغه سړک رغول د هندوکش غره له لارې د اعتماد وړ یوې لارې لپاره د افغانستان د اقتصادي راتلونکي او په دغه هېواد کې د ملي انسجام لپاره ګټور دی".
هغه څرګنده کړه: "درنو واورې هر کال د سالنګ لاره بندوي او یا هغې څخه تېرېدل ستونزمن وي.دا اړینه ده ترڅو په دغې لاره کې د تګ او راتګ جریان او د هېواد په ګوټ ګوټ کې د اقتصادي فعالیتونو د پرمختګ په آسانتیا کې ونډه لري".
د سالنګ تونل د ۱۹۶۰ په لسیزه کې جوړ شوی چې د بحر له سطحې څخه ۲ زره او ۵۰۰ او ۳ زره او ۴۰۰ مټر لوړوالی لري. د سالنګ تونل د هېواد شمالي سیمې له کابل سره نښلوي.
په افغانستان کې کابو ۹۰ سلنه تګ او راتګ د ځمکې له لارې ترسره کېږي.په افغانستان کې د واټونو د شبکو ټولګه کابو ۱۲۳ زره کیلومټره ده خو هر کال څه باندې ۸۰ سلنه سړکونه د کال په هر فصل کې د لاسرسۍ وړ نه وي.