نی یا له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ په خپل کلني رپوټ کې روان کال په افغانستان کې د خبریالانو لپاره دویم خونړی کال بللی دی.
د دغه بنست اجرائیه رییس نن پنجشنبې په یوې خبري ناسته کې وویل چې دغه بنسټ په روان زیږدیز کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوترخوالي ۱۴۰ پېښې ثبت کړي دي.
که څه هم نوموړی وایي چې د ۲۰۱۶ کال پرتله په ۲۰۱۷ کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې کمې شوي دي خو بیا هم دغه شمېرې د اندېښنې وړ دي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټ یا « نی» وايي په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوسلو او یو څلوېښت پېښې ثبت شوي دي.
دغه بنسټ زیاتوي چې په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې دغه شمېر ۴۱۵ پېښو ته رسېده.
د نی اجرايي رییس عبدالمجیب خلوتګر په دې اړه وویل:«موږ په روان کال کې په ټولیزه توګه د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۴۱ پېښو شاهد وو. له بده مرغه د ژونې څلور پېښې وې او د نی د شمېرو پر بنسټ د خبریالانو د جراحت ۲۳ پېښې وې، ۱۴ مورده د نیولو او د ازادۍ د سلب او همدارنګه ۲۱ د وهل ټکولو او ۶۹ موردونه هم د ګواښلو او سپکاوي.»
د نی د راپور پربنسټ په ډېره کچه تاوتریخوالي د ترهګرو لخوا شوي خو دولت او د رسنیو مسوولان په دویم کتار کې راځي. د خلوتګر په وینا د دغه حالت دوام به د هېواد لپاره له خطرو ډک وي.
اخوا د کورنیو چارو وزارت د خبریالانو د امنیت په اړه داسې وايي.
د خبریالانو د ملاتړ بنسټ له مرسته کوونکو ادارو غواړي چې د دغو ستونزو د پای ته رسېدو لپاره پر حکومت خپل فشارونه زیات کړي.