Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

نیمروز ته د غني سفر؛ له طالبانو سره له پياوړي دریځه خبرې کوو

ولسمشر غني نیمروز ولایت ته په خپل سفر کې وايي چې افغان حکومت به له طالبانو سره د سولې خبرې له پیاوړي دریځه پیل کړي.
 
ولسشر نن سهار (یکشنبې د زمري په ۵مه) د هغه څه په موخه چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې د نیمروز ولایت د امنیتي او سیاسي وضعیت څېړل او د کمال خان بند د جوړېدو د کار لیدل  بولي دغه ولایت ته ولاړ.

ښاغلي غني چې د دغه ولایت خلکو ته وینا کوله ټينګار وکړ چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د سولې په خبرو کې به د معاملې وړ نه وي. او همدارنګه جمهوریت له طالبانو سره د سولې په خبرو کې سره کرښه ده او هېڅکله به پرې معامله ونه شي.
 
هغه په دې اړه زیاته کړه:«پر جمهوریت معامله نه کوو. پر افغانستان معامله نه کنم. خبره دا ده چې موږ پر جمهوریت ویاړو.»

ولسمشر د نیمروز له خلکو سره ژمنه کوي چې د کمال خان بند د جوړېدو کار به تر څلورو میاشتې بشپړ شي او دا لویه پروژه به د نمیروز د خلکو په ژوندانه کې ښه والی راولي.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه وویل:«ان شاالله څلور میاشتې وروسته به د کمال خان بند کانال به ډک وي او له دې وروسته به تل ډک وي.»

بل پلو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح  چې په دغه سفر کې د ولسمشر ملتیا کوي وایي چې طالبانو د تاوتریخوالي له زیاتولو سره سره هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.
 
ښاغلي صالح زیاته کړه:«سږکال دوی ډېره هڅه وکړه - په ځانګړې توګه د دوحې له هوکړې وروسته، فکر یې کاوه چې د امریکایانو له وتلو سره کولای شي لاسته راوړنې ولري؛ کله داسې وشول چې په یوې اوونۍ کې یې تر ۱۰۰ بریدونه وکړل خو پرمختګ یې نه درلود.»

بل خوا د نیمروز ولایت ځینې اوسېدونکي وایي چې ولسمشر په خپلو مخکنیو ژمنو عمل نه دی کړی.
 
د نیمروز د ولایتي شورا رییس باز محمد ناصر وویل:«په مخکني سفر کې، زموږ سل بستریز روغتون تراوسه پنځه کاله کېږي چې هم هغسې پاتې دی.»

ولسمشر په داسې حال کې له طالبانو سره په خبرو کې د جمهوریت او امنیتي ځواکونو د ساتلو خبره کوي چې تر اوسه د طالبانو د بندیانو د نه خوشي کېدو له امله د بین الافغاني خبرو وخت څرګند نه دی .دغه راز طالبانو د هېواد په ځينو ولایتونو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

ولسمشر غني وايي چې جمهوریت له طالبانو سره د سولې په خبرو کې سره کرښه ده او هېڅکله به پرې معامله ونه شي.

شریک یي کړئ