Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نېکلسن:د طالبانو د ملاتړ مخه باید ونیول شوي

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نېکلسن له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وايي چې امریکا پوهېږي چې د افغان طالبانو مشران د پاکستان په کوټې او پېښور کې دي.

ښاغلی نېکلسن وايي:« تاسې پوهېږئ، چې موږ هغوی ته د کوټې شورا او د پېښور شورا وایو. دا شوراګانې د پاکستان د ښارونو په نوم دي. موږ پوهېږو، چې د افغان طالبانو مشران دغو برخو کې دي. تېر کال مو د مې په میاشت کې، د طالبانو مشر ملا منصور پاکستان کې وواژه»

هغه وايي چې د بهرنیو پټن‎ځایونو له موضوع سره باید جدي چلند وشي.

د دې په اړه چې له دغو پټن‎ځایونو سره څه ډول چلند وشي ښاغلی نېکلسن وویل:«د امریکا او پاکستان دولتونه په دې اړه ځانګړی بحث ترسره کوي. خو له دغو پټن‎ځایونو سره جدي چلند وشي. او له افغانستان څخه بهر له ترهګرو څخه ملاتړ کم او ودرول شي.»

د دې پوښتنې په ځواک کې چې دغه کار له پوځي لارې به ترسره شي یا ډیپلماټیکې، هغه وویل چې دا یوه دوه اړخیزه حکومتي کړنلارې ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه:«له شک څخه پرته، ډيپلماټیکې هڅې به په کار وي، نه یوازې د امریکا له لورې، بلکې زموږ د متحدو هېوادونو له خوا چې په افغانستان کې ځواک لري.»

دا امریکایی جنرال وايي، ماموریت یې دادی چې پر طالبانو فشار راوړي او بهرني ځواکونو د یوې سوله‎ییزې لارې پلوي دي، خو دی ټینګار کوي، چې طالبان به له نظامي لارې نه په ګټنې بریالي نه شي.

د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان څرګنده کړه:« موږ هیله لرو، طالبان دې درک ته ورسېږي، چې د سولې خبرې پیل کړي. تر هغه مهاله به، موږ په کور دننه او بهر پر هغوی او پټن‎ځایونو یې فشارونه زیات کړو.»

جنرال نیکلسن، د امریکا د نوې تګلارې ښې پایلې ته هیله من دی او وايي، چې دا تګلاره، په بهر کې د ترهګرو د پټن‎ځایونو موضوع هم رانغاړي، او دا تګلاره به، امریکایي ځواکونو ته، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې لا زیاته ځواکمنتیا ورکړي.

جنرال جان نېکلسن وايي چې له هېواد څخه بهر د ترهګرو د پټن‎ځایونو موضوع ډېره جدي ده او باید له هغوی سره جدی چلند وشي.

شریک یي کړئ