Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نېکلسن:په افغانستان کې جګړه د بشریت د دښمن په وړاندې مبارزه ده

په افغانستان کي د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان په هېواد کې جګړه، د بشریت د دښمنانو په وړاندې مبارزه بولي.

جنرال جان نیکلسن وایي، امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د سولې، نیکمرغۍ او ازادۍ په پار د نړیوالو ترهګرو په وړاندې جنګېږي.

دغه امریکايي جنرال د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت سره خپل پيغام کې له طالبانو غواړي چې د ولسمشر محمد اشرف  غني د سولې پيغام ته مثبت ځواب ورکړي او د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي په خاطر فکر وکړي.

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان  جنرال جان نېکلسن څرګنده کړه:« د تاسو ملي او دفاعي ځواکونه له ټول هېواده دفاع کوي او د سولې لپاره جګړه کوي دا زړه ور نارینه او ښځينه د ملت ریښتني اتلان دي چې خپل ځانونه نه یوازې د هېواد د امنیت بلکې د بشریت امنیت لپاره قرباني کوي او د نړیوالو ترهګرو پر ضد جنګېږي.»

په همدې اړه بروکسل کې د ناټو ځواکونو قومندان د غونډې په پای کې وویل، افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو کمزوري کولو لپاره هڅې کوي.

جنرال کورټېس اسکاپاروټي زیاته کړه:«دا به هغه کال وي چې تمه یې کېږي افغان ځواکونه به د دویم ځل لپاره په بریالۍ توګه د جګړې مشري وکړي او د جنګي فصل په لړ کې د طالبانو وړتیاوې کمې کړي.»

ولسمشر محمد اشرف غني هم د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت خپل پيغام کې له طالبانو غواړي چې په دغه میاشت کې د ویره او نا امني نه رامنځته کوي.

ولسمشر محمد اشرف غني څرګنده کړه:«هیله لرم چې طالبان او نورې ترهګرې ډلې هم د اسلام مبارک دین ته خپل درناوی وښيي او د روژې مبارکې میاشتې درناوی تر پښو لاندې نه کړي او دغې میاشت کې د وېرې او ناامنۍ د رامنځته کولو لامل نه‎شي.»

که څه هم سولې ته د طالبانو رابللو په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني له وړاندیز شوې طرحې درې میاشتې تېرېږي خو طالبانو هغې ته هېڅ ځواب نه دی ورکړی.

شریک یي کړئ