Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هاکر طالبانو ته په خطاب کې: د جګړې د دوام په صورت کې به ووژل شئ

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځواکونو عمومي قومندان طالبانو ته ګواښ کوي که د سولې له بهیر سره یوځای نه‎شي له داسې بریدونو سره به مخ شي چې انګېرلي یې نه وي.

دغه امریکايي جنرال له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د طالبانو وژلو ته لېوالتیا نه‎لري خو نه‎شي کولی د بي ګناه افغانانو وژل کېدل وویني.

نوموړی وايي امریکا له عراق او سوریې څخه خپل ځواکونه او توکي افغانستان ته لېږدوي ترڅو له ترهګرۍ سره په سمه توګه مبارزه وشي.

له سوریې او عراق څخه افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د هوايي امکاناتو لېږد د جګړې په راتلونکي موسم کې د هېواد امنیتي چارواکو خوشبینۍ زیاتې کړې دي.

«اې ۱۰» هغه الوتکې دي چې له اوو کلونو وروسته یو ځل بیا د افغانستان د جګړې ډګر ته راځي او دا الوتکې نه یوازې د ورځې بلکې د شپې لخوا هم د عملیاتو  ترسره کولو وړتیا لري.

دغه راز، په دې پوځي اډه کې موږ ته اېچ کیو ۹ الوتکې راښودل کېږي چې دا کشفي او استخباراتي الوتکې دي چې په پياوړو استخبارتي ټکنالوژۍ سره مجهزې دي او تمه کېږي چې په ګډو عملیاتو کې ترې کار واخیستل شي.

په افغانستان کې د امریکا د هوايي ځوکونو عمومي قومندان جیمز هاکر په دې اړه وویل:« موږ نه غواړو چې طالبان ووژنو خو که‎چېرې طالبان مېرمنې او ماشومان ووژني، موږ به چوپه خوله پاتې نه‎شو که طالبان سولې ته رانه شي موږ به اړ شو چې له هغوی سره جګړه وکړو او دا هغه کار دی چې اوس يي ترسره کوو.»

د دغه امریکايي جنرال څخه د عملیاتو پر مهال د ملکي مرګ ژوبلې په اړه پوښتنه کوو هغه په ځواب کې وايي:« افغان هوايي ځواکونه د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي په موخه ښه کارونه ترسره کوي ما د افغان پیلوټانو انځورنه لیدلي چې د مېرمنو او ماشومانو په شتون کې يې بمونه نه‎دي غورځولي او نړیوال ځواکونه هم دغه کار ترسره کوي کمه مرګ ژوبله شته، خو دا طالبان دي چې په ځانمرګو بریدونو او چاودونو کې ملکي وګړي وژني.»

دلته بیا په کندهار کې افغان پیلوټان د بلک هاک چورلکو څخه د ګټو اخیستو په تړاو په روزنه بوخت دي.

د دغو پیلوټانو شمېر ۱۲ کسانو ته رسېږي او سهیل یو له دغو پیلوټانو دی چې په دوه میاشتو کې باید د دغو چورلکو الوت ته چمتو شي.

احمد سهیل فیضي په دې اړه زیاته کړه:«بلک هاک چورلکې د هغه سرعت له نظره چې لري یې او د هغه ځواک چې لري یې د جګړې په ډګرونو کې به له موږ سره مرسته وکړي.»

دغه افغان پیلوټان د امریکا يي ځواکونو لخوا روزل کېږي د امریکایانو تمه دا ده چې د جګړې په راتلونکي فصل کې دغه افغان پیلوټان د بلک هاک چورلکو الوتنې ته بشپړ چمتوالی ولري.

د بلک هاک چورلکو روزونکی جګرن الماس وايي:« زه بشپړ باور لرم چې افغان پیلوټان له دغه روزنیز پړوا وروسته به د خپل ماموریت ترسره کولو وړتیا پیدا کړي.»

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قومندان وايي، په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې يې پر طالب او داعش وسله‎والو ۴ زره بمونو غورځولي دي چې د مخکنیو کلونو په پرتله دا شمېر بې مخنینې ښودل کېږي.

شریک یي کړئ