د کندهار ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې نن(چهارشنبې د کب۲۳مه) وايي چې د هرات کندهار پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له کبله ۷ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.
دا چارواکي زیاتوي چې په دې پېښه کې ۲۲تنه ټپيان دي.
د کندهار د والي ویاند، قدرتالله خوشبخت وايي چې دا پېښه د یاد ولایت میوند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ۳۰۳مسافر وړونکي موټر اوښتو له کبله رامنځته شوې ده.
د پېښې لامل د موټر تیز چلول ښودل شوی دی.
خوشبخت زیاتوي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.
دی زیاتوي چې په ټپيان کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو شمېر یې نه دی څرګند.